د اپرېل په ۲۲مه ترغرمې وروسته د هندي کشمېر د پهلګام پر سیلانیو برید کې تر ۲۶ اوښتي ګرځندوی ووژل او یو شمېر نور ټپیان شول. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پرېښود راستون شو او په یوه امنیتي ناسته کې یې پاکستان ته په غوسه ګوته وڅنډله.
دا هرڅه د څو ساعتونو په لړ کې پېښ شول، پاکستان خپل پوځي چمتووالی لوړ کچ ته ورپورته کړ.
دا چې د دې پېښې جزیات څه دي، وروسته به یې رسنۍ روښانه کړي، خو پر پاکستان د هند غوسه د وړاندوېینې وړ وه. ځکه څه موده پخوا هند په صراحت وویل: «هرځای چې ترهګري پېښیږي، خامخا یې لکۍ په پاکستان پورې غوټه وي.»
د هند پېښه او له پاکستان سره یې نوی ټکر له نړۍوالو سترو پېښو سره بېاړیکو نه ده. د پاکستان ورځ تر بلې پراخېدونکی بحران، د منځني ختيځ پېښې، د اوکراین د جګړې وروستي پرمختګونه، د ایران له اټومي اړخه د بېوسلې کولو جدي هڅې، د امرېکې نړۍوالې مانورې او په تېره بیا یې د تعرفو اقتصادي جګړه دا ټول سره غوټه دي.
په زړه پورې دا ده، چې د امريکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ایله څو شپې وړاندې د کشمیر تر پېښې په هند کې و. د هندیانو دغه زوم په هندوستان کې یوه ډېره متفاوته وینا وکړه او هند یې خپل تر ټولو نږدې سیاسي، امنیتي، ستراتېژيک او اقتصادي شریک وګاڼه.
وېنس هندي لومړی وزیر مودي یو فوقالعاده انسان ګڼلی دی. داسې ښکاري، چې هندوستان به له ځانګړیو لویو اقتصادونو څخه وي، چې د امریکا له اقتصادي جګړې څخه به لږ(یا هېڅ) زیان ویني. وېنس په خپله وینا کې له هند سره د مصنوعي ځيرکتیا په تکنالوژي خبرې وکړې او له تاوده هرکلي یې مننه وکړه. له دې خوږې یارانې څه ساعتونه وروسته په کشمیر کې وینې وبهېدې او هندوستان هم خپل زړه په پاکستان تش کړ.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ به کومه جګړه پېښه شي، که نه؟
هم هو او هم نه!
کوم کلاسیک تعریف چې موږ یې له جګړې لرو، چې یو هېواد دې د بل په وړاندې پوځ و لښکر وباسي او جګړه دې وشي، د داسې یوې جګړې و یرغل چانس کم دی او ان ویلی شو چې نهشته، خو د نوې زمانې له پېژندنې سره سمه د پاکستان په وړاندې د هندستراتيژیکه جګړه عملاً پیل شوې ده. هند اعلان وکړ، چې پاکستاني ډیپلوماتان په تېره پوځي اتشې به وشړي او خپل هغه به راوغواړي، د سندهـ تاس تړون له مخې به له هند څخه پاکستان ته په بهېدونکیو سیندونو کې د اوبو بهیر بند کړي، پاکستاني وګړي باید ژرترژره هند پرېږدي او د واګې و اتاري بندرونه به بند کړي. پاکستان چې همدا اوس په کوم اقتصادي، سیاسي وضعیت کې دی، په وړاندې یې تردې ګواښمنه و خطرناکه جګړه بله پېلېدلای نهشي.
پاکستان ښايي د خپل ټول عمر په ترڅ کې همدا اوس له کمزوري نړۍوال پرستیژ څخه برخمن دی، د هند وروستي بندیزونه و غوسه د پاکستان دغه نړۍوال حیثیت نور هم له منځه وړي. موږ په داسې زمانه کې یو، چې اوس هر زورور که له کمزوري څخه خپل حقونه ترلاسه کول وغواړي، په نړۍ کې داسې سازمان یا هېواد نهشته، چې مخه یې ونیسي، په بله وینا د نړۍ په نوي نظم کې د منځګړیتوب سیاسي فرهنګ له منځه تللی دی.
لږ ترلږه دوه لسیزې کیږي، چې هند و پاکستان د دوو دوښمنو هېوادونو په توګه په دوښمنۍ کې دوه سره بېلې و متفاوتې ستراتيژۍ په مخ وړي دي. پاکستان ټول پام پوځي پړسوب او د نیابتي ډلو روزلو ته اړولی، د وسلوالو افراطیونو په روزنه، تولید، تجهیز، تسلیح او جنګولو یې تمرکز کړی او د خپلو ګاونډیو هند و افغانستان په وړاندې یې د باروتو ډېرۍ جوړې کړې دي، د عقیدوي اېډیولوژیکو باروتو داسې خطرناکې ډېرۍ چې په پاکستان دننه کې یې د چاودېدو ګواښ تر هربل وخته اوس ډېر پېښېدونکی دی. د پاکستان تر ټولو لوی ستراتيژيک ځواک د دغه هېواد پوځ هم اوس په خورا بد او ویشلي حالت کې دی، ځکه خورا ژور په سیاسي سیالیو او رقابتونو کې ښکېل دی، بلوڅ بېلتونغوښتونکیو په پاکستان کې اور بل کړی او پاکستاني طالبانو هم په پښتونخوا کې د پاکستان واکمنو ته ځمکه د اور په بټۍ بدله کړې ده. پاکستان نړۍ ته د دې تمثیل هم کوي، چې له افغانستان څخه ګواښل کیږي.د بلوڅو او پښتنو ملتپال ځواکونه په شدت سره له پاکستان څخه د بېلتون سیاسي هڅې کوي او د دغو دوو لویو ولسونو ترمنځ ملي سیاسي شعور په چټکۍ وده کوي. پاکستان پوروړی دی او دودیزو سنتي سیاسي ګوندونو یې خپل نفوذ، نفوس، محبوبیت او اغېز بایللی. د ترټولو ځواکمن ګوند مشران یې د زندان په زنځیرونو کې پراته دي.
هند په داسې وخت کې پاکستان ته خښمیږي، هغه هند چې له څو لسیزو په تېره بیا له ۲۰۰۰ کال راوروسته یې ټول پام په اقتصادي وده متمرکز کړی او دا دی اوس یې ځان د اسیا په دویم او نړۍ په تر ټولو چټکو وده کوونکیو او لویو اقتصادونو کې درولی دی. هند په تکنالوژي، د بشري ځواک په روزنه، د ولسواک نظام په ټینګښت کې لوی ګامونه پورته کړي او له اقتصادي، فرهنګي او ملي هماهنګو هڅو سره یې زبرځواکونه ځان ته رامات کړي دي، له چین سره یې اړیکي رغولي او داسې یوه سټېژ ته رسېدلی، چې اوس پاکستان د ځان سیال نهبولي. تېرې دوه لسیزې د پاکستان په وړاندې د هند د ستراتيژيک صبر کلونه وو. پاکستان ډېره هڅه وکړه، هندوستان یوې ځوروونکې جګړې ته راکش کړي. ګڼې افراطي ترهګرې ډلې یې ورته وروزلې، الوتکې یې وتښتولې، خپل لوی ترهګر یې په یرغمل نیونه کې ترې راخلاص کړل، د ممبيي په تاجمحل هوټل کې یې خونړی برید وکړ او په کشمیر کې یې دوامداره جګړو ته لمن ووهله، خو هندوستان ورسره ځان ښکېل نه کړ. هندوستان ځان له دننه د پیاوړي کولو کار ته دوام ورکړ. هندوستان د نوې زمانې نبض پېژندلی و، پوهېده چې په یویشتمه پېړۍ کې وروستۍ خبره اقتصاد او تکنالوژي کوي، نه وسلې او سرتیري. د هندوستان ستراتيژیک صبر ښه پایله لرله، دا دی نن پاکستان زارۍ کوي، چې د کشمیر له پېښې سره کوم تړاو نه لري، خو هند یې نه مني او که څه هم ښايي کومه پوځي جګړه به پېښه نه شي، خو پاکستان به له هغې اقتصادي ستراتيژيکې جګړې سره چې همدا اوس پیل شوې ده په خورا سختۍ ځان وژغورلای شي.
د نړۍ نوې پېچلې لوبې ښيي، چې د نیابتي افراطي ډلو د مصرف تاریخ تېرشوی دی. هغه وسله چې پاکستان يې په تولید او کارولو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ کاروباري و. د نړۍ نوی وضعیت داسې دی، چې د سړې جګړې د زمانې دغه ورپاتې میراث – چې یو مهال یې د لنګې غوا په شان رالوشله – نور د شیدو په ځای زهر ورکوي او د نیابتي جګړو په کار کې امریکا و لویدیځ پاکستان ته د غولانځې په ځای ښکرونه اړم کړي دي.
د کشمیر له پېښې وروسته به د بلوڅو پاڅون نوي اړخونه ومومي، ښايي دوی یو بل پړاو وړاندې ولاړ شي او د بلوچستان ازادي اعلان کړي. په پښتونخوا کې به هم دغه د خرپ و ترپ روانه جګړه نوي ابعاد ومومي او ښايي ملتپال ګوندونه به نور نو د پاکستان تر چتر لاندې خپلو حقونو ته د رسېدلو خوبونه هېر کړي. د چین د پانګونې لاس لا پخوا ترې ختلی دی، پاکستان له اقتصادي کړکېچ څخه تر اقتصادي سقوط پورې رسېدلای شي، په تېره بیا که هندوستان له تخنیکي پلوه وکړای شي، چې د ستراتيژيکو سیندونو اوبه مهار کړي. له دې سره به د پنجاب او سېند کرنیزې ځمکې په وچو بیدیاوو بدلې شي. د بلوچستان او پښتونخوا د کانونو او اقتصادي سرچینو لوټ تالان خو ځکه له ګڼو خنډونو سره مخ دی، چې په دغو سرچینو وروستۍ لګول شوې بولۍ یې له خورا کلک او کرکجن غبرګون سره مخامخ شوه.
اقتصادي راتلونکې د اسیا په مرکزیت څرخیږي او د اسیايي اقتصاد دوه لوی زبرځواکونه چین و هندوستان دي، پاکستان نور نو له دې معادلې څخه وتلی دی. هغه څه چې په تولید کې یې پاکستان تخصص لري، نور بازار نه لري او هغه په افراطي استخباراتي مدرسو کې پوځي ډلې دي، چې نور نو نه امریکا ته په درد خوري او نه هم روسان ورڅخه ډاریږي. دوی په سیمه کې یو د بل په وړاندې د سیالیو نوي ابزار لټوي.
یوازینی بخت چې د پاکستان په برخه دی، د جبهې شا (افغانستان) دی. په افغانستان کې په ملي شعور سمباله واکمني نهشته او په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي واکمن یې لا هم په خپل جمعي لاشعور کې له دغه هېواد سره ایډیولوژیکه همدردي لري، خو د دې په وړاندې د افغانستان د ولس او ملت ټولیزه کرکه او د دوښمنۍ احساس به پاکستان ته دا موقع ورنهکړي، چې له خپلو دغو روزل شویو واکمنو څخه په سخته ورځ کې ګټه پورته کړي.
د سیمې نوی کړکېچ مخ په پراخېدو دی او د هند و پاکستان وروستۍ مخامختیا نوي تګلوري ورکوي. په راتلونکیو ورځو کې به ولیدل شي، چې د اور دغه نړۍواله کړۍ څنګه رابشپړیږي او د اسیا جنوب ته څه ورکولای او څه ترې اخیستلای شي. د ستراتيژیکو پولو بدلون پېښېدونکی دی.