د لبنان بهرنیو چارو وزارت په بیروت کې د ایران سفیر احضار کړ

۱۵ ساعتونه مخکې

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې یې د ایران سفیر مجتبی اماني د هغه د وروستیو عامه دریځونو په اړه احضار کړی دی. د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سفیر د ډېپلوماټیکو اصولو او دودونو د مراعاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.

د العربیه خبري سرچینو د تېرې سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې په بیروت کې د ایران سفیر "په لبنان کې د وسلو انحصار" په اړه د هغه د وروستیو څرګندونو له امله احضار کړي.
مجتبی اماني په دې وروستیو کې پر اېکس د حزب الله د بې وسلې کولو په اړه لیکلي و: "هرڅومره ژر چې دا هېوادونه د بې وسلې کولو غوښتنو ته غاړه کیږدي، دوی به د برید او اشغال سره مخ شي؛ لکه څنګه چې په عراق، لیبیا او سوریه کې پیښ شول. »
په لبنان کې د ایران سفیر وویل: "ایران د دې دسیسې جديت او د سیمې د ملتونو امنیت ته د هغې خطر څخه خبر دی او نورو ته خبرداری ورکوي چې د دښمنانو په جال کې ونه لویږي."
د لبنان ولسمشر جوزف عون په دې وروستیو اونیو کې په وار وار د حکومت په لاس کې د وسلو د انحصار په اړه پر خپل هوډ ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو