متقابل غبرګون؛ پاکستان د هند اقدامات او د اوبو تړون لغو کول د جګړې اعلان بللی

۴ ساعتونه مخکې

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د کشمیر له پهلګام پېښې وروسته د اسلام اباد پر وړاندې د هند اقداماتو ته سخت غبرګون ښودلی او د اوبو تړون لغو کول یې د جګړې اعلان بللی دی.

د کشمیر د پهلګام پېښې په غبرګون کې د هند له اقداماتو وروسته پاکستان هم پر ورته ګامونو لاس پورې کړی.

هند له پاکستان سره د اوبو د شراکت تړون ځنډولو ترڅنګ د ځمکني تګ راتګ لاره وتړله او پاکستاني وګړو ته یې تر ۴۸ ساعتونو د وتلو امر وکړ.

د هند له دغه اقدام یوه ورځ وروسته د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا هم د هند د اقداماتو په وړاندې ورته غبرګون ښودلی او د اوبو تړون ځنډول یې د جګړې په معنا بللی دی.

د پاکستان د ملي امنیت کمیتې غونډه کې چې نن د شهباز شریف په مشرۍ ترسره شوه، د دغه هېواد لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی و.

له غونډې وروسته پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هند سره د واګه پولې، هوايي حریم او سوداګرۍ بندولو اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې غونډې د هند له خوا د اوبو تړون ځنډول رد کړي. په اعلامیه کې ویل شوي:« اوبه د پاکستان حیاتي ملي ګټه او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د ژوند کرښه ده. پاکستان به په هر قیمت د خپل ژوند کرښې ساتنه وکړي. که د پاکستان پورې اړوند د اوبو جریان ودرول شي یا وګرځول شي، نو دا به د جګړې عمل وګڼل شي.»

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي، چې له هند سره د واګه بندر ځمکنۍ لاره به د تګ راتګ لپاره بنده شي. همدارنګه د هند د اقداماتو په څېر، هغو هندي وګړو ته چې د سارک ویزې معافیت لاندې ویزې ورکړل شوې، لغو اعلان شوې او ټولو هندي وګړو ته خبر ورکړل شوی، چې په ۴۸ ساعتونو کې پاکستان پریږدي.

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په اسلام‌اباد کې د هند دفاعي، بحري، او هوایي سلاکاران "نامطلوب شخصیتونه" بللي او هغوی ته د اپریل تر ۳۰مې نیټې له پاکستان څخه د وتلو امر شوی.

پاکستاني لوړپوړو چارواکو په دې غونډه کې د هند د الوتنو په وړاندې د پاکستان د هوايي حریم د بندولو او د سوداګرۍ د سملاسي ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

پاکستان ویلي، چې د هند له خوا هر ډول اقدام ته به ورته ځواب ورکول شي.

نور خبرونه

رادیو