پخوانی امریکایي چارواکی: واک ته له رسېدو وروسته طالبان په یوه واحده ډله کې راټول نه دي

پرون

د «هېل» ورځپاڼې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو متقاعد ډګروال او د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي افسر رون مک کامون یوه مقاله خپره کړې او په کې لیکلي یې دي، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته طالبانو د یوې واحدې ډلې په توګه فعالیت نه دی کړی.

په مقاله کې راغلي، چې اوس په افغانستان کې واک په خاموشۍ سره د دوو ډلو په سیالۍ بدل شوی دی؛ یوه ډله د سخت دریځه کندهاریانو ده او بله تقریبآ منځلارې ډله د حقانیانو ده.
د مقالې له مخې، د امریکا له وتلو راهیسې کندهاریانو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په مشرۍ د نجونو په زده‌کړو محدودیتونه ولګول، مدني ټولنې محدودې کړې او له بهرني تعامل یې هم ډډه وکړه؛ خو حقانيانو یې له لرې ننداره کوله، هغوی انتظار وکړ، اتحادونه یې جوړ کړل او بلې ډلې ته یې اجازه ورکړه، چې عامه نهیلي خپره کړي؛ خو ښایي دا د انتظار شېبې نورې پای ته رسېدلې وي.
د مقالې په ټکو؛ په دې وروستیو میاشتو کې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خلکو پام ځانته را اړولی دی.

هغه نړۍوالو رسنیو ته مرکې ورکوي، د اقتصادي بیارغونې په اړه اشاره کوي او ان د نجونو لپاره د زده‌کړو د دوام وړاندیز کوي.
مقاله زیاتوي، دا د طالبانو په واکمنۍ کې بشپړ بدلون نه دی؛ خو دا بهرنیانو ته داسې یو پیغام دی، چې ټولې دروازې لا تړلې ندي.
خو له بل پلوه په افغانستان کې حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې افغانستان په سم لور روان نه دی.
مقاله کاږي، چې هغه له حقاني ډلې سره ډېر نږدې شوی او دوی اوس د افغانستان دننه د یوه بدلون په لټه کې دي.
مقالې کې راغلي؛ که داسې څه وي، نو وخت یې راغلی چې امریکا خپل ټک وهل پیل کړي.
مقاله کې راغلي، چې حقانيان په هیڅ ډول صلاح غوښتونکي او متحد نه دي؛ خو دوی د ځواک لوبغاړي دي، چې په ګټې اخیستنې ښه پوهېږي او دوی ګوري چې د افغانستان اقتصاد لاهم سخت ملاتړ ته اړتیا لري.
د امریکا هر ډول وړاندیز به سیاسي ګواښ او کره څېړنې به له ځان سره ولري. د دوی سره تعامل به سخت شرایط، څارنه او روښانه پوهاوي ته اړتیا ولري او دا به هم په ډاګه کوي، چې دغه تعامل د ګټو له مخې شوی کوم سیاسي مشروعیت نه دی.
مقاله وړاندې کاږي، چې د مرستو بندېدو، د دندو له منځه تلو او د بانکي سیسټم د ګډوډېدو سره، له ۹۰ سلنې ډېر افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
هغه څه چې ډېری امریکایان ښایي پرې ناخبره وي؛ هغه دا چې افغانستان یو د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د پراخو نه کارول شویو کاني زېرمو په سر کې ځای لري او د اټکل له مخې، ۱ ټریلیون ډالرو سرچینو څخه مس، اوسپنه، ګران بیه ډبرې او لیتیم په کې شامل دي.
چین لا دمخه د لیتیم په نړۍوال اکمالاتي پړاو کې تر ټولو واکمن دی او په دې وروستیو کې یې د ټرمپ ادارې د تعرفو په ځواب کې امریکا ته د نادره ځمکنیو توکو صادرات وځنډول.
له افغانستان نه د امریکا د وتلو راهیسې، بیجینګ په چټکۍ سره د کانونو او زېربنایي پروژو د هوکړه لیکونو په لاسلیکولو سره توانېدلی، چې د لسیزو لپاره خپل نفوذ ټینګ کړي. ایران او روسیه هم په دې هڅه کې دي.
په مقاله کې راغلي، خو ډېری افغان مشران ان د طالبانو دننه ځیني چارواکي هم د امریکا سره کار کول غوره ګڼي؛ نه دا چې دوی په موږ باور لري، بلکې ځکه چې دوی د متحده ایالاتو سیسټمونو، هوکړه لیکونو، روڼتیا او حساب ورکولو ته درناوی کوي.

دوی ښایي دا په عامه توګه ونه وايي؛ خو دوی د چین ګړندۍ معاملې او د دوی اوږدمهاله لګښتونه نه خوښوي.
د بګرام هوایی اډه د خپلې زېربنا او ستراتیژیک موقعیت سره کولای شي د اقتصادي پراختیا لپاره د بنسټ ډبره کېږدي او په فعاله توګه د سوداګریز تعامل ملاتړ لپاره د امریکا یوه پټه کونسلګري ولري. او ښایي دغه همکاري د ځانګړو پایلو سره ونښلوي لکه: د نجونو د ښوونځيو بیا پرانیستل، د څارنې سوداګرۍ ته اجازه ورکول او د بشري عملیاتو خوندي ساتل.
دویم د داعش خراسان څانګې په اړه د استخباراتي معلوماتو وړاندې کول، چې په خپله افغانستان ته هم ګواښ جوړوي. دا یو داسې ګواښ دی، چې امریکا او حقاني ډله دواړه یې جدي نیسي او حقاني ډله داسې شبکې لري که د باور جوړونې چینل پرانیستل شي؛ نو ګټور ثابتېدای شي.
خو د دې کار لپاره امریکا تازه منځګړو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو