د پاکستان د دفاع وزیر: که پر پاکستانیانو برید وشي نو هندیان به هم خوندي پاتې نه شي

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري. نوموړی وايي، که «زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي».

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر څلورمه، د یوه خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې له هند سره د هر ډول مقابلې لپاره چمتو دي.

نوموړي وویل، چې که د پاکستان په ښارونو کې پاکستاني وګړي په نښه شي، نو پاکستان به هم په ورته ډول ځواب ووايي.

خواجه اصف زیاته کړه:«زموږ معلومات دا دې چې هند دا مهال د پاکستان په ښارونو کې د بریدونو لپاره بشپړ چمتووالی نیسي. خو زه تاسې ته دا یم چې د هغوی د هرې کړنې ځواب ته موږ په بشپړ ډول چمتو یو. که زموږ پر وګړو برید وشي، نو د هند وګړي به هم په امن کې پاتې نه شي. که دا ثابته شي، چې زموږ یو وګړی هم د هند په کوم برید کې ووژل شي، نو موږ به یې هم ځواب ورکړو».

نوموړي زیاته کړه:« که هند وضعیت تاوتریخوالي ته بوځي، موږ هم تیار یو. کله چې د هند په څیر دښمن زموږ په ګاونډ کې وي،زموږ د مزایلو تجربې به دوام ولري. ۲۴۰ میلیونه ولس د خپلو وسله والو ځواکونو تر شا ولاړ دی. موږ خپل د دفاع حق لرو.»

اصف د خپلو خبرو پر مهال یوځل بیا هند د پاکستان په لویدیځ کې د بلوڅ ازادۍ پوځ او ټي ټي پي سره په همکارۍ کولو تورن کړ.

خواجه اصف وویل:« زموږ پر لویدیځ سرحد هند د BLA او TTP ملاتړ کوي. بل هېڅ هېواد داسې تصدیق شوي ترهګر مشران نه لري. د BLA او TTP مشران همدا اوس په هند کې دي. موږ تل ترهګري غندلې ده. پاکستان د نړۍ پر هر ګوټ کې د ترهګرۍ ضد دریځ لري.»

نوموړي ادعا وکړه، په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا د هند لاس دی او د بلوڅ ازادۍ پوځ په کړنو او هغه څه کې چې له افغانستان نه ترسره کیږي، هند ښکیل دی.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، هیڅ ډول نړیوال فشار ته نه تسلمیږي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، چې که هند د پهلګام برید په تړاو کوم شواهد لري، له پاکستان او نړۍ سره دې یې شریک کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ دغه تازه ناندرۍ د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته راولاړې شوې دي.

نوی ډیلی معمولا په دغسې پېښو کې د ښکیلتیا ګوته پاکستان میشتو ترهګرو ډلو ته نیسي.

نور خبرونه

رادیو