پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ لږترلږه ۵۵ کسان ووژل شول

۱۴ ساعتونه مخکې

د العربیه انګلیسي د راپور له‌مخې، په غزه کې د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۵۵ کسان وژل شوي دي. دې سره جوخت، اسراییلي پوځ د خپلو برمته‌شویو کسانو د نه‌خوشې کېدو په صورت کې د لا نورو قوي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د اسراییل پوځ لوی درستیز جنرال ایال زامیر په غزه کې له خپلو ځواکونو سره د یوې غونډې پرمهال وویل: «که چیرې د برمته‌‌شویو کسانو په خوشې‌ کېدو کې پرمختګ ونه‌شي، موږ به عملیات قوي او پراخ پړاو ته وغځوو.» دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د غزې په شمالي سیمو کې د ملیکانو د جبري اېستلو بهیر هم ګړندی شوی دی.

د العربیه انګلیسي په راپور کې راغلي، د غزې په شمال کې د پنجشنبې په ورځ د یوه خونړي برید په ترڅ کې دیوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. په دې پېښه کې یوه جوړه او د هغوی څلور ماشومان د دغه هوايي برید په ترڅ کې پر خوب ویده حالت کې په نښه شوي دي. په جبالیا کې د پولیسو پر یوې پخوانۍ ودانۍ د یوه بل برید په ترڅ کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسراییلي پوځیانو د بریدونو او له سیمې څخه خلکو ته د جبري اېستلو له اعلان سره سم، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا اقدامات د خلکو د جبري اېستل‌کېدو په مانا دي. د مرسته‌رسوونکو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د غزې له ۲.۴ مېلیون نفوسه تر ۸۰ سلنې ډېر خلک د جګړې له پیل راهیسې لږترلږه یو ځل بې‌ځایه شوي دي.

د ملکيانو مرګ‌ژوبلې له زیاتوالي سربېره، د نړۍوالو بنسټونو د کارکوونکو د وژل‌کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. ورته مهال، د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ منلې چې د مارچ په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی په ناپامۍ سره د عملیاتو پرمهال وژلی دی. دا اعتراف داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو قرباني شوی کارکوونکی د بلغاریا وګړی و او دغه هېواد له اسراییل څخه د رسمي ځواب‌ویلو غوښتنه کړې ده. همداراز، په یوه جلا څېړنه کې د اسراییل پوځ د فلسطینیانو د بېړني وضعیت د ۱۵ کارکوونکو د وژنې مسوولیت هم منلی دی.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه تر ۵۰زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. څه موده مخکې د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې میرجانا سپولیاریچ ویلي و چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو