په داسې حال کې چې ایراني چارواکي د ایران او امریکا ترمنځ د درېیم پړاو مذاکرات اسانه نه دي بللي، د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او ایران خبرې ښې روانې دي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل:«موږ له ایران سره ډیر ښه روان یوو او موږ ډېرې جدي غونډې لرو. دوه انتخابونه شته، یو انتخاب هېڅکله ښه انتخاب نه دی.»
ولسمشر زیاته کړه: "موږ کولی شو ډېره ښه پرېکره وکړو او د ډېرو خلکو ژوند وژغورو.»
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه، ددغه خبرو په تړاو ایراني چارواکيو ویلي چې د تېرو پړاوونو په پرتله به د درېیم پړاو خبرې اسانه نه وي.
علاءالدین بروجردي، د ایران د ولسي جرګې د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون غړی، د ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د خبرو ساده مرحلې د لومړي او دویم پړاو پر مهال بشپړې شوې، خو «کله چې کار د تخنیکي بحثونو مرحلې ته داخلېږي، نو دا د ستونزو او سختو خبرو پړاو وي.»
بروجردي ویلي، د ایران اراده داده چې «خبرې اترې نتیجه ورکړي، ځکه بله لاره نشته»، خو په همدې حال کې یې خبرداری ورکړی چې ایران به «له خپل مشروع اټومي حق نه شاته نه شي». هغه ټینګار وکړ چې امريکا بايد د اندېښنو د رفع کولو او تضمین ترلاسه کولو په بدل کې، د ایران پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د اپریل په ۱۶مه په روم کې دویم پړاو خبرو اترو پړاو د عمان په منځګړتوب ترسره شو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي ویلي و چې دواړو خواوې په ځینو مسایلو پراخ متقابل تفاهم ته ورسیدل.
ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف د شنبې په ورځ (د اپریل ۱۶مه) د خبرو اترو درېیم پړاو کې سره وګوري.