د راپورونو له مخې، په اوکراین کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، دغه برید نن چهارشنبه د اوکراین په سوېل کې د مارهانیتس په سیمه کې ترسره شوی دی.
برید د کارګرو د لېږد پر یوه بس موټر شوی، چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کارګران دي.
د نیپروپیټروسک والي سرګي لیساک ویلي، چې د قربانبانو شمېر مخ پر ډیرېدو دي.
د نیپروپیټروسک د سیمه ییزې شورا مشر مایکولا لوکاشوک په ټیلیګرام کې وویل: «روسانو د تصدۍ د کارمندانو په بس برید وکړ چې په مارهانیت کې کار ته روان وو.»
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، امریکا او اوکراین ډیپلوماتان په لندن کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره روان دي.
تېره ورځ په پاریس کې تر غونډې وروسته اوس واشنګټن تمه لري، چې اوکراین د سولې چوکاټ ته ځواب ورکړي او هغه دا چې کییف اړتیا لري د روسیې اشغال ومني.
بلخوا پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د مخامخ خبرو اترو د امکان په اړه اعلان وکړ.
د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه خپل درېيم کال ته داخله شوې او د جګړې د بندولو لپاره لا تراوسه کوم اغېزمن عملي اقدام نه ترسره شوی.