د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په عمان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د شنبې ورځې له مذاکراتو وړاندې په یوې پاډکسټ مرکه ویلي، چې ایران له متحدهایالاتونو سره په هره هوکړه کې باید د یورانیمو له غنيکېدو تېر شي.
نوموړي دغهراز ویلي، چې ایران دې د خپل غېرپوځي اټومي پروګرام لپاره د اړتیا وړ یورانیم له بهره وارد کړي.
روبیو زیاته کړې، له ایران سره د امریکا د اټومي مذاکراتو استازی سټیف ویکټاف دا خبره کړې چې ایران ته به یوازې دومره اجازه وي، څو ۳.۶۷ سلنه غني شوي مواد ولري؛ خو دا خبره د هغو موادو ته اشاره ده، چې ایران یې یوازې واردولی شي، نه دا چې په خپل هېواد کې یې په دومره کچه غني کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، په دې پړاو کې هر ډول پوځي اقدام، څه امریکا یا هم د نورو هېوادونو لهخوا کېږي، کولای شي د یوې پراخې جګړې د پېښېدو لامل شي.
روبیو په دې پاډکسټ مرکه کې وویل: «موږ جګړه نه غواړو او نه غواړو چې د جګړې شاهدان و اوسو. ټرمپ داسې ولسمشر نه دی چې د جګړو د پیلولو په ژمنه واک ته رسېدلی وي او لکه څنګه چې یې روښانه ویلي، ایران باید هېڅکله هم اټومي وسلو ته لاسرسی ونهلري.»
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له دې مخکې ویلي و چې د یورانیمو غنيکېدو حق یې د مذاکرې وړ نه دی.
د دغه هېواد مذاکرهکوونکي ټیم ته نږدې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د روبیو د څرګندونو په ځواب کې یو وار بیا وویل: «د یورانیمو د غنيکېدو صفر ته راټېټول د منلو نه دی.»
واشنګټن غواړي، چې ایران باید د لوړې کچې یورانیمو غنيکېدو تولید ودروي، ځکه د امریکا متحدهایالات په دې باور ده، چې د ایران دا هڅه د اټومي وسلي جوړولو لپاره ده.
ایران بیا وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې سولهییزې موخې لري، خو چمتو دی چې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې یو شمېر محدودیتونه ومني او داسې قوي ضمانتونه غواړي چې امریکا بیا د ۲۰۱۸ کال په څېر له تړون څخه په شا نه شي.
د راپورونو له مخې، ایران له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ۲۰۱۵ کال د تړون سرغړونې پیل کړې او د سولهییزې انرژۍ اړتیاوو له حد یې ډېر یورانیم غني کړي دي.