د ټرمپ او زېلېنسکي نوې ناندرۍ؛ واشنګټن د اوکراین د سولې مذاکراتو د پرېښودو خبرداری ورکړ

پرون

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ یو وار بیا په اوکراین کې د سولې د بهیر پر سر ناندرې راپورته شوې دي.

ټرمپ د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې پر زېلېنسکي توندې نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي واشنګټن د سولې له مذاکراتو ووځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ټرمپ مرستیال جي ډي وېنس د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۳مه) ویلي، اوس هغه وخت دی چې روسیه او اوکراین یا د امریکا د سولې له طرحې سره هوکړه وکړي یا به متحده‌ایالات له دغه بهیره ووځي.

دا څرګندونې د ټرمپ د تېرې اوونۍ د ګواښونو تکرار او د اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د واشنګټن ډېر فشار څرګندوي.

ورته مهال، د زېلېنسکي د دفتر مشر اندري یرماک د اېکس ټولنیزې پاڼې له لارې لیکلي، چې په لندن کې یې له امریکایي چارواکو سره د لیدنې پرمهال ټینګار کړی، چې اوکراین به د سولې په مذاکراتو کې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په ګډون پر خپلو بنسټیرو موضوعاتو دریځ نه بدلوي.

هغه زیاته کړې، چې هېواد یې چمتو دی څو د خپل اصولي دریځ دفاع وکړي ان که دا د مذاکراتو بهیر نور هم ستونزمنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ټینګار کړی، چې هېواد به یې هېڅکله د روسیې له‌خوا د کریمیا اشغال په رسمیت ونه پېژني.

نوموړي وويل: «په دې تړاو د بحث لپاره ځای نه شته. دا کار زمونږ د اساسي قانون پر خلاف دی.»

دغه څرګندونې د ټرمپ له توند غبرګون سره مخ شوې او هغه زیاته کړې چې دا به د سولې هوکړې ته د رسېدو مخه ونیسي او تاوتریخوالی به نور هم پراخ کړي.

ټرمپ په ټروټ ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «کریمیا کلونه وړاندې له لاسه وتلې او اوس ان هېڅ د بحث موضوع نه ده.هېڅوک نه غواړي چې زېلېنسکي دا د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت وپېژني، خو که هغه په ​​حقیقت کې کریمیا بېرته غواړي، نو ولې یې په ۲۰۱۴ کال کې د هغې لپاره جګړه ونه کړه؟»

د یادونې ده، چې د کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال کې د روسي ځواکونو له‌خوا تر کنټرول لاندې راغلې ده؛ هغه اقدام چې توند نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول.

یوازې یو څو هېوادونو په رسمي ډول د کریمیا په تړاو د روسیې ادعا په رسمیت پېژندلې ده.

نور خبرونه

رادیو