د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتیاهو په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه په ځانګړي ډول خبرې اترې کړي دي.
هغې په ټینګار سره وویل، چې امریکا او اسراییل د ایران په اړه سره هېڅ ډول اختلاف نظر نه لري.
لیویټ وویل: «ولسمشر ټرمپ په ځلونو ټینګار کړی او زه یې یو ځل بیا تکراروم چې د متحده ایالاتو او اسراییل ترمنځ هېڅ ډول واټن نه شته. نوموړی په قاطعانه توګه زمونږ د متحد (اسراییل) ترڅنګ ولاړ دی.»
نوموړې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د امریکا د دریځ په اړه زیاته کړه، چې ډونالډ ټرمپ له دې هېواد یوې هوکړې رسېدل غواړي، خو ایران باید په دې اړه پرېکړه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په وروستۍ ټلیفوني خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده په داسې حال کې د امریکا او اسراییل ترمنځ د اختلافونه خبره ردوي، چې تر دې وړاندې د اسراییل ۱۲ ټلویزوني کانال په یوه راپور کې ویلي و، داسې انګېرنه کېږي چې امریکا په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام له لهمنځه وړلو څخه په شا شوې ده.