سلمان خان د کشمیر پېښې ته: د ځمکې پر مخ جنت په دوزخ بدل شوی دی

۳ ورځې مخکې

د هند سینما نوموتي فلمي ستوري سلمان خان د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر وروستۍ پېښې اندېښنه ښودلې ده. خان وايي: «کشمیر چې د ځمکې پر مخ جنت دی، پر دوزخ بدل شوی دی. بې‌ګناه انسانان په نښه کېږي او زما زړه د هغوی له کورنیو سره دی.»

د هند سینما یاد فلمي ستوري د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه لنډ پیغام کې د انسان د ژوند پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د یو بې‌ګناه انسان وژل د ټولې نړۍ د وژلو په معنا دی.»

سلمان خان دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې پرون د هندي کشمیر په بهلګام سیمه کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.

هند وايي، په دغه برید کې پاکستان ښکېل دی. هندي چارواکو د کشمیر پېښې په غبرګون کې هغو پاکستانيانو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې وې، لغوه کړې او هغه پاکستانيان چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، له دغه هېواده یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

طالبانو هم په هندي کشمير کې پر سیلانیانو برید ته غبرګون ښودلی دی. د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو