طالبانو او قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ۲۰هوکړه‌لیکونه د دواړو خواوو چارواکو له‌خوا په کابل کې لاسلیک شوي دي.

نوموړي اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲مه) زیاته کړې، چې دا هوکړه‌لیکونه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په حضور کې د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ تبادله شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې د لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو ارزښت نږدې ۱۴۰ مېلیونه ډالرو ته رسېږي او په وینا یې، دا اسناد به په بېلابېلو سکټورونو کې ګډو پانګونې، سوداګرۍ او تخنیکي همکارۍ ته لاره هواره کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې ، په دې هوکړه‌لیکونو سره د لوژستیک، درمل جوړونې، فلزي صنایعو، ټوکر جوړونې، موټرو، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکو، کرنې، انجنیرۍ، ساختماني چارو او نورو برخو کې د همکاریو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یادو هوکړه‌‌لیکونو د لاسلیک‌کولو د مراسمو پر مهال زیاته کړې، چې دا ډول همکارۍ کولای شي د افغانستان اقتصادي وده چټکه او د خصوصي سکټور ظرفیت لوړ کړي.

نوموړي له قزاقستان سره له روانو همکاریو مننه کړې او همداراز لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي په افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی او په وینا یې، دا کچه به له یو مېلیارډ ډالرو څخه درې مېلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې قزاقستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غونډې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

نور خبرونه

رادیو