په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان وژل شوي

۲ ورځې مخکې

اسراییلي ځواکونو له سهار راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۲فلسطینیان وژلي دي.

په دې شمېر کې ۱۱هغه کسان دي، چې په خان یونس کې په خپل کور کې دننه سوځېدلي دي.

په دغو بریدونو کې د مړو د را اېستلو لپاره یو شمېر وسایل هم ویجاړ شوي دي.

د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې د سې شنبې په ورځ ترسره شول، په خان یونس کې د یوې کورنۍ اوه غړي چې په یوه کورکې یې پناه اخیستې وه هم ووژل شول.

د دوو نجونو په شمول درې ملکي وګړي هغه وخت ووژل شول، چې اسراییلي جنګي الوتکو د نصیرات کډوالو په کمپ کې د خلکو یوه ډله په نښه کړه.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) لوی کمېشنر فیلیپ لازاریني خبرداری ورکړ، چې له دوه مېلیونو زیات خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په ډله‌ییز ډول سزا ویني.

هغه پر اېکس وویل: «غزه د نا امیدۍ په ځمکه بدله شوې ده.»

نږدې ۳،۰۰۰لارۍ چې د UNRWA مرستې او بشري توکي پکې دي، لا هم د غزې له پولو بهر بندې پاتې دي او د ننه خواړه او درمل په چټکۍ سره ختمېږي.

لازاریني خبرداری ورکړ: "لوږه په چټکۍ خپرېږي. بشري مرستې د معاملې په توګه کارول کېږي."

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز بیا خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو بندول یو جنګي جرم دی. "دا عمل به د غزې د فلسطینیانو د نفوس د لمنځه وړلو لپاره د ژوند شرایط نور هم خراب کړي."

حماس ویلي، په پناه ځایونو، روغتونونو او استوګنځیو باندې ورځني بریدونه د اسراییلي مشرتابه له خوا "قصدي جرم" دی.

هغه هم د دې وضعیت پړه د نړۍوالې ټولنې په "سیاسي، اخلاقي او بشري ناکامۍ" واچوله او په ملګرو ملتونو او نورو ادارو یې غږ وکړ، چې پر اسراییل فشار راوړي څو پر بشري مرستو بندیز لرې کړي.

په دغه سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس په مشرۍ وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ کسان یې یرغمل کړل.

ډېری یرغمل شوي کسان د اوربند یا نورو تړونونو له مخې خوشې شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو بیا له هغه وخت راهیسې تر ۵۱ زره او ۲۶۶ ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۱۶ زره او ۹۹۱ نور یې ټپیان کړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو