له پاک اختر یوه ورځ وروسته د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس مړینې ته د نړۍ مشرانو پراخ غبرګون ښودل دی.
د ایټالیا له لومړي وزیرې جورجیا میلوني، د هند تر لومړي وزیر نریندرا مودي پورې ټولو د پاپ فرانسیس شخصیت او کړنې ستایلې او د هغه مړینه یې یوه لویه ضایعه بللې ده.
د لاتینې امریکا د رومن کاتولیکې کلیسا لومړنی مشر پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ ومړ.
هغه ۸۸ کلن و او په دې وروستیو کې د سینه بغل له سختې ناروغۍ کړېده.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس یو له وروستي بهرنیو چارواکو و چې له پاپ سره یې پرون لیدلي و.
هغه وویل:«ما د پاپ فرانسیس د مړینې خبر واورېد، زما زړه د نړۍ ملیونونو عیسویانو سره دی چې له هغه سره مینه لري.»
هغه زیاته کړه چې هغه د یکشنبې په ورځ له پاپ فرانسیس سره وکتل.
جې ډي وېنس ي وویل:«دا څرګنده وه، چې هغه ښه احساس نه کاوه مګر زه به تل د هغه وینا یاد ساتم چې هغه د کورنا ویریس ناروغۍ په لومړیو ورځو کې کړې وه. هغه وینا واقعا ښکلې وه.»
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د پاپ فرانسیس په مړینه خواشیني څرګنده کړه.
هغه خبریالانو ته وویل: «زه د نړۍ ټولو مسیحیانو ته د پاپ فرانسیس د مړینې له امله خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم. زه له خدای هغه ته د ارامۍ دعا کوم.»
د عراق ولسمشر عبداللطیف راشد هم په ایکسپاڼه کې لیکلي: »موږ په دې خبر ژور خفه یو. د جګړې او تاوتریخوالي په وړاندې د هغه بشردوستانه دریځ او د سولې او هماهنګۍ لپاره د هغه دوامداره غوښتنې به په نړۍ کې تلپاتې اغیزې ولري.»
ولسمشر وویل:»نن موږ د یو وتلي مشر له لاسه وتلو له امله ماتم کوو چې خپل ژوند یې د سولې د ټینګښت، د بې وزلۍ کمولو او د مذهبونو ترمنځ د زغم د پیاوړتیا لپاره وقف کړ.»
د ايټاليا لومړۍ وزيرې جورجيا ميلوني پاپ يو "ستر انسان" وباله او ويې ويل: «ما دا وياړ ترلاسه کړ چې د هغه له ملګرتيا، مشورې او لارښوونو ګټه پورته کړم. هغه درسونه چې حتی د کړاو او ازموينې په وخت کې هم قطع نشول.»
د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون لیکلي: «د خپل پاپیت په اوږدو کې، پاپ فرانسیس تل د خورا زیان منونکو او نازکو خلکو تر څنګ ولاړ و، او هغه دا کار په خورا عاجزۍ سره کړی دی." د جګړې او تاوتریخوالي په دې وخت کې، هغه یو انساني نظر درلود او اړمنو ته یې ژوره پاملرنه کوله.»
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د نوموړي پر مړینه غبرګون ښودلی دیږ
هغه لیکلي: «پاپ فرانسیس به تل د شفقت، عاجزۍ او روحاني زړورتیا د سمبول په توګه یاد ساتل کیږي. بې وزلو خلکو ته یې په اخلاص خدمت کاوه. هغه هغو کسانو ته امید راوړی چې رنځیدلي دي.»
مودي په یوه بیان کې وویل: «زه له هغه سره زما ملاقاتونه په مینه سره یادوم او د ټول شموله پرمختګ لپاره د هغه له ژمنې الهام اخلم." د هند د خلکو لپاره د هغه مینه به تل په زړونو کې ژوندۍ وي. روح یې ښاد.»
د جرمني چانسلر فریدریش مارټز لیکلي: «پاپ فرانسیس به د ټولنې د کمزورو برخو لپاره د هغه نه ستړي کیدونکې ژمنې لپاره یاد وساتل شي.»
د اسراییو ولسمشر اسحاق هرزوګ د پاپ په اړه لیکلي: »د ژورې عقیدې او نه ختمیدونکي شفقت سړی چې خپل ژوند یې د بې وزلو سره مرستې او په کړکېچنه نړۍ کې د سولې غږولو ته وقف کړی و.»
هغه وویل: «زه په کلکه هیله لرم چې په منځني ختیځ کې د سولې او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د خوندي راستنیدو لپاره د هغه دعا ژر تر ژره ځواب شي.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاپ فرانسیس د مړینې په اړه وویل: «په ډیر خواشینۍ چې د پاپ فرانسیس له مړینې خبر شوم.»
د نوموړي په خبره، هغه د مختلفو عقایدو ترمنځ خبرو اترو ته اهمیت ورکړ او د بشري تراژیدۍ په ځانګړې توګه د فلسطین مسله او په غزه کې د نسل وژنې په وړاندې یې غږ پورته کړ.
رجب طیب اردوغان زیاتوي:«زه کاتولیک نړۍ ته تسلیت وړاندې کوم»