د سېګنال دویم چټ؛ سپینه ماڼۍ وايي ټرمپ د دفاع وزیر هیګسیټ ملاتړ کوي

۶ ساعتونه مخکې

د سېګنال پیغام رسوونکي په دویم چټ کې د محرمو معلوماتو له خپرېدو سره هممهاله، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر پېټ هیګسیټ کلک ملاتړ څرګند کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولینا لیویټ د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر دویمه وویل، چې « ولسمشر پر هیګسیت بشپړ باور لري. ما نن سهار ورسره خبرې وکړې او نوموړی له هغه سره ولاړ دی».

رویټرز وايي، پیټ هیګسېت د یمن د حوثي وسله‌والو پر ضد د مارچ میاشتې برید جزئیات د «سیګنال» په یوه بل ګروپ کې شریک کړي، چې د هغه مېرمن، ورور او شخصي وکیل پکې شامل وو.

په دغه دویم شخصي ګروپ کې، چې اصلاً د اداري مسایلو لپاره جوړ شوی و، د هوايي بریدونو مهال‌ویش هم شریک شوی و.

یاد ګروپ د هغه د ټاکل کېدو پر مهال جوړ شوی و، خو سرچینه وايي دا د نظامي پلان جوړونې لپاره نه و.

د هیګسېت مېرمن جینیفر راوچت، چې پخوا د فاکس نیوز تولیدوونکې پاتې شوې، له بهرنیو پوځیانو سره په حساسو غونډو کې هم برخه اخیستې او پنټاګون یې عکسونه خپاره کړي. د هغه ورور د کورنیو چارو وزارت استازی دی، چې له پنټاګون سره اړیکې لري.

تازه افشا شوي معلومات یوازې څو ورځې وروسته له دې مخې ته راځي، چې د پیټ هیګسېت یو مخکښ سلاکار ډان کالډوېل له پنټاګون نه واېستل شو. سره له دې چې کالډوېل د پنټاګون د نورو لوړپوړو چارواکو په څېر ډېر مشهور نه و، خو هغه د هیګسېت لپاره خورا مهم رول لوبولی و او د لومړي سیګنال چټ په پیغامونو کې ورته د پنټاګون د رسمي استازي نوم ورکړل شوی و.

کالډوېل د شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، « موږ له دې نهیلي یو چې زموږ خدمت په دفاع وزارت کې په دې ډول پای ته ورسېد».

د کالډوېل له ګوښه کېدو وروسته دوه نور ټیټ پوړي چارواکي هم له دندو وشړل شول چې یو پکې دارین سیلنیک دی، چې تازه د هیګسېت د دفتر د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی و او بل کولن کارول دی، چې د مرستیال دفاع وزیر سټیو فاینبرګ د دفتر مشر و.

هیګسیت پخپله هم سپینې ماڼۍ کې وویل: « ما له ولسمشر سره خبرې کړې، موږ دواړه پر یوه کرښه یو او مبارزې ته دوام ورکوو».

د پینټاګون پخواني ویاند جان اولیوت په پولیټیکو مجله کې خپاره شوي لیک کې ادعا کړې چې د هیګسیت ټیم پر درې لوړپوړو چارواکو ناسم تورونه لګولي چې ګواکې هغوی معلومات رسنیو ته ورکړي.

ډیموکرات سناتور چک شومر پر هیګسېت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «هغه نور دنده نه‌شي کولی».

سناتور ټامي ډکورت، چې د عراق جګړې تجربه لري، ویلي چې هیګسېت باید استعفا ورکړي.

نور خبرونه

رادیو