پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر د ۸۸ کالو په عمر ومړ

۲ ساعتونه مخکې

واتیکان منلې، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس مړ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، واتیکان نن دوشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې د پاپ فرانسیس مړینه اعلان کړه.

د اعلامیې له مخې، پاپ فرانسیس په سیمه‌ییز وخت سهار ۷:۳۵ بجې د روم د اسقف، په کاسا سانتا مارټا کې په خپل استوګنځي کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي:« د هغه ټول ژوند د خدای او د هغه د کلیسا خدمت کولو ته وقف شوی و.»

پاپ فرانسیس د رومن کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکایی مشر و.

د هغه اصلي نوم «جورج ماریو برګوګلیو» و او په ​​۲۰۱۳ کال کې د پاپ په توګه وټاکل شو.

هغه د بېنډیکټ XVI څخه وروسته د هغه ځای ناستی او د فرانسیس لقب خپل کړی و.

نوموړي ۱۲کاله د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه دنده ترسره کړې، چې په دې لړ کې په بېلابېلو ناروغیو هم اخته شوی و.

پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د سږو په ناروغۍ اخته شوی و؛ خو له یو څه رغېدو وروسته له روغتون څخه رخصت شوی و.

د پاپ فرانسیس مړینه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې هغه د واتیکان په سېنټ پیټرز میدان کې راڅرګند شو او د پاک اختر «اېسټر» په مناسبت یې زرګونه خلکو ته ښه راغلاست او مبارکي وویله.

نور خبرونه

رادیو