د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور د څرخي پله په زندان کې بندي دی. نوموړی وايي، مجاهد ته د نورو بندیانو په څیر د کورنۍ له غړو سره د لیدو اجازه هم ورکول کیږي.
حبیب الله بدر وايي، د ولسي جرګې پخواني غړي الله ګل مجاهد باندې د قتل تور دی او د نورو بندیانو په څير په څرخي پله زندان کې د بند ټاکلې موده تیروي خو د مجاهد د اعدام په تړاو یې څه ونه ویل.
حبیب الله بدر کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي:«د پخوانی وکیل الله ګل قضیه شخصي قضیه ده، د قتل موضوع ده، چا چې ادعا پرې کړې ده، قضا فیصله چې کوي دوی ته یا حکم د قید ورکوي یا اعدام ورکوي، هغه په قضا پورې تعلق لري، زموږ سره په زندان کې شته.»
د طالبانو د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د الله ګل مجاهد په اړه دا هم روښانه نه کړه چې په څرخي پله زندان کې به د څومره وخت لپاره بندي وي.
خو افغانستان انټرنشنل تېر کال په سلواغې میاشت کې داسې اسناد ترلاسه کړي وو، چې په کابل کې د طالبانو یوې لومړنۍ محکمې د طالبانو د استخباراتو ریاست د یوه کارکوونکي قاري سعیدالله د «قصدي وژنې» په تور ، الله ګل مجاهد په ۱۷ کاله او زوی یې په یوه کال بند محکوم کړي.
بدر وايي، الله ګل مجاهد ته د نورو بندیانو په څیر د کورنۍ له غړو سره د لیدلو اجازه هم ورکول کیږي.
په ورته وخت کې دغه طالب چارواکی وايي، چې د دوی په زندانونو کې له ۱۰۰ تر ۱۳۰ بهرني وګړي د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي. نوموړي د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته وویل، چې یاد بهرني وګړي ډیری د ګاونډیو هېوادونو اوسیدونکي دي.
حبیب الله بدر وايي، دمګړۍ د طالبانو په زندانونو کې د ۱۴۰۰ ښځو او ۳۰۰ طالبانو په ګډون ۱۲۰۰۰ کسان بندیان دي.
سره له دې چې دغه طالب چارواکی په زندانونو کې د ربړونو او شکنجو راپورونه ردوي، خو پر دې ډله تور دی چې له بشري حقونو سرغړونه کوي او زندیان ربړوي.