د امریکا د کانګرس غړي د بشارالاسد حکومت له نسکوریدو وروسته په لومړي ځل سوریې ته تللي

۱۷ ساعتونه مخکې

د متحده ایالاتو د کانګرس دوه غړي د جمعې په ورځ دمشق ته ورسیدل ترڅو د سوریې له چارواکو سره وګوري. دې جګړه ځپلي هېواد ته د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته دا د امریکا د کانګرس د استازو لومړی سفر دی.

د متحده ایالاتو د فلوریډا استازی کوري ملز او د انډیانا مارلین سټوټزمن، دواړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي.

د پلاوي یوه کس وویل، ملز د جمعې په شپه د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشارع سره وکتل. د دوی غونډه ۹۰ دقیقې وه او دوی د امریکا په بندیزونو او پر ایران خبرې وکړې.

یوې سرچینې ویلي، ټاکل شوې چې سټوټزمن د شنبې په ورځ له الشارع سره وویني، چې لا هم له القاعدې سره د خپلو پخوانیو اړیکو له امله د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی.

سټوټزمن د یادې ناستې په اړه وویل: "موږ باید له هېڅ چا سره د خبرو کولو ویره و نه لرو."

د سوریې نوي مشرتابه په متحده ایالاتو او اروپا فشار راوړی چې په بشپړ ډول بندیزونه لرې کړي ترڅو دا هېواد وکړای شي د یوې لسیزې جګړې له امله ویجاړ شوی اقتصاد ورغوي.

ملز او سټټوزمن د سوریې د پلازمینې د جګړې له امله ویجاړو شويو برخو ته سفر وکړ، د عیسوي مذهبي مشرانو سره یې وکتل او د سوریې د حکومت د نورو وزیرانو سره یې د لیدو پلان هم شته.

سټوټزمن رویټرز ته وویل: "دلته یو فرصت موجود دی، فرصتونه په ژوند کې یو ځل راځي. زه نه غواړم چې سوریه د چین او یا د روسیې او ایران په لاسونو کې ولوېږي."

تیره میاشت متحده ایالاتو سوریې ته د شرطونو یو لېست ورکړ چې د بندیزونو د جزوي معافیت په بدل کې یې پوره کړي.

د کانګرس د غړو دا لیدنه د سولې او سوکالۍ له‌پاره د سوریې امریکایي اتحاد له‌خوا تنظیم شوې وه.

نور خبرونه

رادیو