جاپان په پاکستان کې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره د درې میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

۴ ورځې مخکې

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، جاپان د یادې ادارې د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۳ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. د جاپان له دغې مرستې به په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او کوربه ټولنې ګټه واخلي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا مرسته د جاپان له اضافي بودیجې ورکول کیږي او په دغو پیسو به په پاکستان کې د UNHCR هڅې نورې هم زیاتې شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په دې پیسو به د افغان کډوالو او کوربه ټولنو لپاره د ساتنې او اسنادو، جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، روغتیا او د ژوند د نورو اړتیا په برخو کې مهمې مرستې چمتو کړي.

همدارنګه د یو اېن اېچ سي ار په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جاپان حکومت په درې میلیونه ډالرو پیسو به د ښځو په ګډون خلکو ته لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي او افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته به د مسلکي روزنې فرصتونه برابر کړي.

جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو دی او د ۲۰۲۴ کال کې د مرسته کوونکو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای لري.

جاپان له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو د وضیعت د ښه والي لپاره د زدکړو، خوندیتوب، پاکو اوبو، بنسټیزو خدمتونو او د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د بیارغونې لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو