د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې نږدې ۵۰ زره افغان ماشومان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه ماشومان له پاکستان د ایستل شویو ورستیو ۸۴زره افغان کډوالو یوه لویه برخه دي.
په راپور کې ویل شويو چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې له پاکستان افغانستان ته ۵۴۵۰۰۰ ماشومان ستانه شوي او په هرو پنځو کې یې یو یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لري.
دې سازمان ویلي، په کندهار ولایت کې د نویو راستنېدونکو لپاره د ښه راغلاست مرکز له لارې د روغتیا، خوړو، اوبو او نورو برخو کې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان له پاکستان افغانستان ته د راستنېدو پرمهال د خپلو کورنیو څخه د جلاکېدو او یا ورکېدو، ساري ناروغیو، تنفسي او نس ناستي ناروغیو د چټک خپریدو د خطرونو په اړه هم ژورې اندېښنې ښودلې دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال موندونو له مخي، له نیمايي ډیرو راستانه شویو افغانانو ویلي، چې کاري فرصتونه نشته او ۸۱ سلنې کسانو ویلي، چې هیڅ ډول کاري مهارتونه نه لري.
د دغو موندنو له مخې، نږدې دوه پر درېمه برخه بېرته راستانه شوي ماشومان په ښوونځي کې نه دي شامل شوي او ډیری ویلي، چې په ښوونځې د نوم لیکني لپاره اړین اسناد نه لري.
د دغو ماشومانو دوه پر درېیمه برخه په پاکستان کې ښوونځیو ته تلل.
په افغانستان د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان مشر ارشد ملک وايي:« ډیر دا ماشومان په پاکستان کې زیږیدلي او افغانستان خپل کور نه ګڼي. په داسې حال کې افغانستان د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی، د دې شمېر خلکو راستنېدل په محدودو سرچینو باندې دروند فشار راوړي. موږ نه یوازې بیړنیو مرستو ته اړتیا لرو، بلکې د دې کورنیو د ژوند د بیا رغونې لپاره د زده کړې، معیشت او زیربنا په ګډون دوامداره حل لارو ته هم اړتیا لرو.»
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان دمګړۍ په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو داخلي بې ځایه شویو په ډله کې دی او د دغه هېواد نږدې هر اووم کس بې ځایه شوی دی.
یاد سازمان د پاکستان او ایران له خوا په زور د افغان کډوالو اېستلو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، چې سږکال ښايي دا شمېر نور هم ډیر شي.