ایا مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د انسان ژوند وژغوري؟ممکن باور ونه کړئ چې د مصنوعي ځیرکتیا یو اپ دې د یوه انسان ژوند ژغورلی وي، خو دا رښتیا ده! د دې حیرانوونکي خبر تر لوستو وروسته به تاسو هم باوري شئ.
چټ جي پي ټي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ کار کوي، د یوې امریکایي مېرمنې او د هغې د زېږېدونکي ماشوم ژوند وژغوره.
دا پېښه د امریکا په متحده ایالاتو کې رامنځته شوې.
د متحده ایالاتو د شمالي کارولینا د شارلټ سیمې اوسېدونکې نتالیا ترین چې انځور اخیستونکې ده له چټ جي پي ټي سره یې ټوکې کولې.
نتالیا ویلي چې له چیټ جي پي ټي سره یې ټوکې کولې او د یوې پوښتنې په کولو نوموړې اړ شوه چې روغتون ته ولاړه شي.
نوموړې په انسټاګرام لیکلي چې د اته میاشتو ماشوم مې په نس وو او له چټ جي پي ټي مې په ټوکه پوښتنه وکړه چې ولې مې ژامې نښتې دي؟
له دې پوښتنې وروسته راته چټ جي پي ټي وویل: «چې که څه هم نښې ډېرې جدي نه دي مګر یو ځل د وینې معاینه وکړه.»
نتالیا تیرین وویل: "نو ما خپل د وینې فشار معاینه کړ، کوم چې ډېر لوړ و. ما فکر کاوه چې دا به یو څه وروسته راټیټ شي، مګر دوام یې لره."
نتالیا تیرین لاهم تمه درلوده چې د هغې د وینې فشار دې راټیټ شي، مګر د AI چټ له هغې وغوښتل چې سمدستي امبولانس ته زنګ ووهي.
هغې په یوه بل انسټاګرام پوسټ کې وویل چې هغه د سر درد سره ستونزه نه درلوده، نو هغه فکر کاوه چې د چټ جي پي ټي مشورې له پامه غورځوي، مګر له نېکه مرغه داسې ونه شول.
هغې وویل، "کله چې زه روغتون ته ورسیدم، زما د وینې فشار ۲۰۰/۱۴۶ و."
په روغتون کې د مېرمنې تر معایناتو وروسته ډاکټرانو وویل، چې د ماشوم د زیږون لپاره سمدستي عملیات ته اړتیا ده.
د ماشوم له زېږېدو وروسته ډاکټرانو څرګنده کړه چې که هغه د شپې وېده شوې وای نو هېڅ کله به یې بیا سهار نه وو لیدلی.
او دا دومره جدي مسله وه چې د زیږون څخه ۵ ورځې وروسته، د نتالیا تیرین د وینې فشار لوړ وو او د یو څه مودې لپاره یې خپل لید له لاسه ورکړی وو.
اوس د هغې حالت له خطر څخه بهر دی او هغه د جي پي ټي له مرستې مننه کوي.