په یمن کې د تیلو پر بندر د امریکا په برید کې ۷۴ کسان وژل شوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د یمن د روغتیا وزارت ویاند وايي، د راس عیسا د تیلو په بندر باندې د امریکا په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۷۴ کسان وژل او ۱۷۱ نور ټپیان شوي دي.

انیس الاصبحي د جمعې په ورځ وویل، د تلفاتو دا ارقام لومړني دي او قربانیانو د پيدا کېدو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې دا بریدونه حوثیانو ته د تیلو رسولو د بندولو په موخه شوي دي.

امریکا د دې بريدونو د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کيږي، چې په وژل شویو کسانو کې د تیلو د بندر کارکوونکي، د بندر ساتونکي، د یمن د تیلو شرکت او وارداتي تیلو د لیږد او وېش کسان شامل دي.

یمني چارواکو د پنجشنبې د ورځې د امریکا برید په هیواد کې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا د پراخو عملیاتو له پیل راهیسې تر ټولو خونړی وباله.

د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسیمو سره سم، واشنګټن په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

ویل کیږي، چې دا عملیات به تر هغه دوام ولري ترڅو په سور سمندر کې پر کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته رسيږي.

د راس عیسا بندر د ۳ میلیون ډبو تیلو د ذخیره کولو ظرفیت لري او شاوخوا ۴۰ کاله دمخه د یمن د تیلو صادراتو لپاره جوړ شوی لومړنی بندر دی.

په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته، د المسیره ټلویزیون، چې له دې ډلې سره تړاو لري خبر ورکړ، چې د امریکا جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د حوثي حکومت د پلازمینې صنعا په مختلفو سیمو کې له دولسو زیات بریدونه کړي.

العربیه مخکې راپور ورکړی و، چې د صنعا په مختلفو برخو کې ۲۰ هوايي بریدونه شوي، چې په پایله کې یې درنې چاودنې شوې او په ټوله پلازمینه کې اورېدل شوې دي.

د ایران سره تړلي حوثیان په تیرو لسو کلونو کې د یمن د ځینو برخو واک په لاس کې لري.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، دې ډلې په سور سمندر کې په کښتیو لسګونه ډرون او توغندیز بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو سره د يوځایوالي لپاره له اسراییلو سره تړلې کښتۍ په نښه کوي.

نور خبرونه

رادیو