ایران: د خواف ـ هرات پټلۍ به د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې ټوله فعاله شي

۲۳ ساعتونه مخکې

د خواف ـ هرات پټلۍ د پروژې مسوول ویلي، ایران پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د څلورمې برخې پاتې نیمګړي کارونه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې بشپړ کړي.

د دغې پروژې مدیر حافظ سادات نژاد د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د پتلۍ فعالیت په ۲۰۲۰ کال کې په څلورو پړاونو کې د ایران د شمال ختیځ خواف د افغانستان تر هرات ولایت پیل شوی. د دغې پروژې دوه برخې په ایران او دوه یې په افغانستان کې دي، چې د پروژې د دریو برخو د جوړولو مسولیت یې د ایران په غاړه دی.

ښاغلی سادات وايي، چې دریمه برخه یې چې ۶۲ کییلومتره اوږدوالی لري د ایران د شمتیغ څخه د افغانستان تر روزنک پورې د ایران په مالي مرسته جوړه شوې وه.

خو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونو له امله دغې پټلۍ ته زیانونه واوښتل او غلا ترې وشوه، خو وروسته په همدې کال کې ایراني پلاوي د اوښتو زیانونه ارزونه وکړه.

سادات وايي:«افغانستان ته دنده سپارل شوې وه چې دغه پټلۍ بېرته د ۲۰۲۰ کال حالت ته را وګرځوي. که څه هم ځینې لومړنۍ نیمګړتیاوې لرلې، خو د جګړې له امله زیانمنې برخې باید وروسته ترمیم شوې وای.»

د دغې ایراني رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت تر ۲۰۲۳ کال پوري د پټلۍ ستونزې تر ډیره حل کړې، خو ایران د ۲۳،۴ میلیونو ډالر په لګښت د پټلۍ د پاتې برخو د رغولو قرارداد یو داخلي شرکت ته ورکړ.

سادات وايي:« د تیر کال تر ورستیو موږ د دریمي او څلورمې برخې د نښلولو او همداراز د فرعي کرښې د جوړولو لپاره مو لازم توکي انتقال کړي دي. قراردادي هم هلته دی او کار به تر مارچ پورې بشپړ شي.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې اوسمهال دا پټلۍ یوازې د بار وړلو لپاره کارول کېږي، خو له طالبانو سره د خبرو له مخې تمه ده چې دا پټلۍ به د مسافرو د انتقال وړتیا هم پیدا کړي.

سادات‌ وايي، د دې پټلۍ له لارې تر دې دمه افغانستان ته د فولادو او اړوندو توکو صادراتو او له افغانستان څخه ایران د کانې موادو واردات اسانه کړي دي.

نوموړی وايي، د بار وړلو لومړنۍ ظرفیت د لومړي کال لپاره یو میلیون ټنه اټکل شوی، چې تر شل کالو به څلور میلیونه ټنو ته لوړ شي.

همدارنګه نومړي ویلي چې د پروژې تر بشپړیدو وروسته د اورګاډي سرعت به په ساعت کې له ۶۰ کیلومترو له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلومتره لوړ شي.

د خواف–هرات ریل پټلۍ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې۷۸ کیلومتره په ایران او ۱۴۷ کیلومتره په افغانستان کې موقعیت لري.

د دغې پټلۍ جوړول په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوي او ایران درې پړاوونه چې ټولټال ۱۴۰ کیلومتره دي، جوړ کړي او پاتې ۸۵ کیلومتره پټلۍ جوړول د افغانستان مسؤلیت دی.

دغه پروژه چې له۱۸ کاله راهیسي یې کار دوام لري هرات د ایران د رضوي خراسان ولایت د خواف له لارې د ایران د ریل شبکې سره نښلوي.

دا کرښه د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران او د فارس خلیج او اروپا سره د نښولو یوه مهمه لاره ګنل کیږي.

نور خبرونه

رادیو