اسلامي جمعيت: د مسکو د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو اېستل، د ترهګرۍ ګواښ ساده‌ګڼل دي

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند د روسیې له‌خوا د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو د نوم د اېستلو پرېکړې په غبرګون کې وايي، چې د مسکو دا اقدام د افراطیت او ترهګرۍ ګواښ ساده‌ګڼل دي.

نوموړي ګوند خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره تعامل به نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم فاجعه‌لرونکې پایلې ولري.

د اسلامي جمعیت ګوند د جمعې په ورځ (وري ۲۹مه) په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د طالبانو ډله به یوازې هغو خواوو ته وفاداره پاتې شي چې افغانستان ته یې د دغې ډلې د ستنېدو لپاره لاره هواره کړې او لا هم د یادې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دغه بیان کې چې د طالبانو پر وړاندې د روسیې د اقدام د سیمه‌ییزو او نړۍوالو پایلو په تړاو خبرداری ورکوي، راغلي: «د تاوتریخوالي افراطیان او ترهګرې ډلې هېڅکله د باور وړ نه دي.»

د اسلامي جمعیت په بیان کې طالبانو ته د «تحمیلي» او «بې‌رېښې» ډلې په توګه اشاره شوې او ټینګار شوی: «هغه هېوادونه چې د دې ډلې د واکمنۍ له امله رامینځته شوي سیمه‌ییز او نړۍوال ګواښونه په پام کې نه نیسي، په اوږد مهال کې به خپلو ملي ګټو او امنیت ته زیان ورسوي.»

نوموړي ګوند ویلي چې د یوه«سیاسي واقعیت د تعامل لپاره» د طالبانو پېژندل، د افغانستان د وضعیت ناسم تعبیر دی او ښایي ناوړه پایلې ولري. د دغه ګوند په باور، طالبان د همکاریو لپاره لازم ظرفیت نه لري.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې پرون (وري ۲۸مه) د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، طالبان له ترهګرو ډلو له لېسته و اېستل. له دې وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې له دولتي خبري اژانس ټاس سره په یوې مرکه کې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو په تړاو سمه او له حقیتونو ډکه تګلاره غوره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو