ساینسپوهانو د جېمز وېب فضايي ټيليسکوپ له لارې د داسې کیمیاوي ګازونو نښې موندلي، چې یوازې د ژوندیو موجوداتو له خوا تولیدېږي او دا په یوه داسې سیاره کې موندل شوې چې له ځمکې شاوخوا ۱۲۴نوري کاله واټن لري.
دا سیاره، چې نوم یې (K2-18 b) دی، له ځمکې ۸،۶چنده درنده ده او قطر یې ۲،۶ ځله لوی دی. دغه سیاره د یوه کوچني سره ستوري پر شاوخوا راڅرخي، چې د لمر په پرتله کمه رڼا ورکوي.
په دې سیاره کې ديمېتېل سلفايډ او ديمېتېل ډيسلفايډ ګازونه موندل شوي، چې په ځمکه کې یوازې د سمندري وښو او نورو میکروبي موجوداتو له خوا تولیدېږي. ساینسپوهان وايي، که څه هم دا د ژوند مستقیم ثبوت نه دی، خو دا یې تر ټولو قوي احتمال ګڼلی دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، دغه سیاره (K2-18 b) ممکن د «هایسین یا هایدروسمندر» یوه بیلګه وي چې تر هایدروجنلرونکي فضایي پوښ لاندې یې اوبهلرونکی سمندر او میکروبي ژوند شونی دی. تر دې مخکې د جېمز وېب ټيليسکوپ د دغې سیارې په فضا کې میتان او کاربن ډایاکسایډ هم موندلي وو.
د کمبرېج پوهنتون استروفزیک پوه نیکو مادوسودهان وویل: « موږ اوس یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو، چې له اوسنيو وسایلو سره د ژوند نښې پکې موندلای شو. دا د مشاهداتي ژوندفضا پوهنې نوی عصر دی».
مادوسودهان ټینګار وکړ، چې دا موندنه باید په احتیاط سره وڅیړل شي، « موږ باید د مشاهدې ثبوت دوه یا درې ځلې بیا تکرار کړو، څو یقیني شو چې دا تصادفي تېروتنه نه ده. همداراز، باید داسې نظريې هم وڅېړو چې دا ګازونه له حیاتي(abiotic) لارو هم جوړ شوي نه وي».
مادوسودهان وویل، د بهرنیو سیارو ساینس لپاره «سپېڅلی هدف» دا دی چې د لمر له نظامه بهر په داسې سیاره کې د ژوند نښې وموندل شي، چې د ځمکې په څېر وي. نوموړي زیاته کړه، چې « انسانان له زرګونو کلونو راهیسې دا پوښتنه لري چې ایا موږ په کایناتو کې یوازې یو؟ او اوس ښايي موږ له دې واقعیت سره یوازې څو کاله واټن ولرو چې د یوې "هایسین نړۍ" پر مخ د ممکنه بهرني ژوند نښې ومومو».
د دغې سیارې د فضايي جوړښت د معلومولو لپاره ساینسپوهان هغه وخت د ستوري رڼا تحلیلوي، چې سیاره د ستوري مخې ته تېرېږي. یو کوچنی مقدار رڼا د سیارې د فضا له لارې تېرېږي، چې له مخې یې د فضا کيمياوي مواد معلومېږي.
دا لا هم یوه ابتدایي نښه ده، خو د ساینسپوهانو لپاره دا یو مهم پړاو دی. دوی باور لري، چې کېدای شي د ژوند نښې په راتلونکو څو کلونو کې لا روښانه شي ، خو له دې سره سره دا تر اوسه یوازې د میکروبي ژوند احتمال دی، نه پرمختللی یا هوښیار ژوند.