له امریکا سره له خبرو وړاندې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر پوتین ته د خامنه‌یي لیک وړی

پرون

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د پنجشنبې په ورځ خپل د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ولېږه او ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې یو لیک استولی، چې له کرملین سره د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو جزئیات شریک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله پر ایران د بمبارۍ ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران له واشنګټن سره د خپل لانجمن اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، نو پر هغو درېیمو هېوادونو به هم تعرفې ولګوي چې د ایران نفت اخلي. متحده ایالاتو سیمې ته اضافي جنګي الوتکې لېږلې دي.

د ټرمپ حکومت او ایران تیره اونۍ په عمان کې خبرې درلودې، چې دواړو خواوو دا خبرې «مثبتې او رغوونکې» وبللې.

تر راتلونکو خبرو چې ټاکل شوې د روانې اونۍ په پای کې په روم کې ترسره شي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: «د ایران د یورانیمو د بډاینې حق د خبرو وړ نه دی».

روسیه چې له پخوا د تهران متحده ده، له لویدیځ سره د ایران د اټومي خبرو اترو برخه ده، ځکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو حق لري او هغه اټومي تړون یې هم لاسلیک کړی و، چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرېښی و.

عراقچي ایراني دولتي تلویزیون ته وویل: «موږ تل د اټومي مسالې په اړه له خپلو دوستانو چین او روسیې سره نږدې سلا مشورې درلودې. اوس یو ښه فرصت دی چې له روسي چارواکو سره دا کار ترسره کړو».

هغه زیاته کړه چې پوتین ته داسې یو لیک رسوي چې د سیمه‌ییزو او دوه‌اړخیزو مسایلو یادونه پکې شوې ده. د پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل، پوتین به عراقچي وویني.

لوېدیز هېوادونه وايي، ایران یورانیم تر هغه حده غني کوي چې د ملکي اټومي انرژۍ لپاره د توجیه وړ نه دي، بلکې دا د اټومي بم جوړولو ته نږدې کچه ده. خو ایران تل ویلي چې اټومي وسلې نه غواړي او د ملکي اټومي پروګرام حق لري.

روسیې د اوکراین جګړې لپاره له ایران نه وسلې پیرودلې او سږ کال یې له تهران سره یو ۲۰ کلن ستراتیژیک شراکت هم لاسلیک کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل «موږ اراده لرو چې د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره له ایران سره دوه اړخیزې ګټورې اړیکې پراخې کړو».

پوتین هڅه کړې چې له خامنه‌يي سره ښې اړیکې وساتي، ځکه هم روسیه او هم ایران د لویدیځ له‌خوا د دښمنانو په توګه انګېرل کېږي، خو مسکو نه غواړي چې په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو سیالي پیل شي.

روسیې ویلي، پر ایران هر ډول پوځي برید به ناقانونه او د منلو وړ نه وي.

نور خبرونه

رادیو