ورزش د روغتیا لپاره ډېر ګټور بلل کېږي، خو په اسټرالیا کې یوه طبي څېړنه ښیي چې د ورځې یو وخت داسې هم شته چې په دغه وخت کې د بدني یا فزیکي فعالیتونه کول، کولی شي د شپې خوب خراب کړي.
د موناش پوهنتون څېړنه ښيي، چې د خوب له وخت نه لږ وړاندې ورزش کول کولی شي د خوب کیفیت او موده ګډوډه کړي.
څومره چې د خوب څخه مخکې سخت ورزش ترسره شي، هغومره د خوب خرابیدو ګواښ زیاتوي.
په دې څېړنه کې ۱۴،۶۸۹کسانو ګډون کړی وو، چې د هغوی ورځیني عادتونه د یو کال لپاره وڅېړل شول.
دوی ته څو-سنسوره بیومتریک وسایل ورکړل شول څو د ورزش، خوب او د زړه د فعالیتونو معلومات راټول کړي.
په څېړنه کې د ماښام له خوا ورزش، د بدن فعالیتونه، د خوب کیفیت او د شپې د زړه فعالیتونو ترمنځ اړیکه تحلیل شوه.
پایلو وښوده، چې له خوب څلور ساعته وړاندې ورزش، د خوب کیفیت خرابوي او موده یې لنډوي.
همدارنګه، د استراحت پر مهال د زړه درزا هم لوړېږي.
څېړنه وايي، چې د جنسیت، عمر، موسم، فزیکي حالت او د تېرو شپو د خوب له درک سره، معلومه شوې چې شدید ورزشونه د خوب کولو توان لا کموي، د خوب وخت لا راټیټوي او کیفیت یې نور هم خرابوي.
همدا راز، دغه ډول ورزشونه د تنفس کچه، د زړه درزا، ذهني چټکتیا او د بدن تودوخه زیاتوي.
څېړونکو ویلي، چې د شپې سخت ورزش کول بدن ډېر فعالوي او همدا علت دی چې مشوره ورکول کېږي، څو د خوب نه لږ وړاندې ورزش و نه شي.
هغوی زیاتوي: «زموږ څېړنه دا ثابتوي چې که غواړئ ښه خوب ولرئ، نو باید تر خوب لږ تر لږه څلور ساعته مخکې ورزش پای ته ورسوئ.»
د څېړونکو په وینا، که مو ورزش همدغه څلور ساعتونو ته نږدې وي، نو غوره ده چې یوازې قدم وهل یا سپکې منډې ووهئ، څو خوب مو لږ تر لږه اغېزمن نه شي.