د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ تنه افغان بندیان خوشي شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ ۵۰ افغان بندیان چې د پاکستان په په بېلابېلو زندانونو کې بندي وو، راخوشې شوي او د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
په خبرپاڼه کې د دغو افغانانو د بند موده له یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو ښودل شوې.
پاکستان له تېرو دریو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د نیولو او په جبري توګه د بېرته ستنولو پروسه پیل کړې او نږدې هره ورځ سلګونه افغانان په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ تېره ورځ خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه نږدې ۶۰ زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه تردې مهاله له ۸۶۰ زرو ډیر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.