دوحې ته سفر؛ متقي د قطر له چارواکو سره د ټیلیفون له لارې د اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد وايي، چې امیر خان متقي د ټلیفون له لارې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز سره د اړیکو او همکاریو پر پراختيا خبرې کړې دي.

ضياء احمد زياتوي، چې په خبرو کې دوحې ته د متقي د سفر په اړه هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې اميرخان متقي په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزیز سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي، چې په دې خبرو کې « د همکاریو پر پراخوالي او په نږدې راتلونکي کې دوحې ته د دوی د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه هم خبرې وشوې.»

قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

د افغانستان اړوند ډېری ناستې په دوحه کې تر سره کيږي او یو شمېر طالب چارواکي هم په دوامداره توګه دغه هېواد ته سفرونه او له بهرنیانو سره ليدنې کوي.

نور خبرونه

رادیو