له پولیو خلاص افغانستان په نامه یو بنسټ خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي.
طالبانو په وروستي اقدام کې د کور په کور واکسین بند او پر ځای یې په جوماتونو د پولیو مرکزونه جوړ کړي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرننشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر پر واکسیناتورانو بندیز لګولی چې کور په کور به نه ګرځي.
د دغې تګلارې له مخې، د واکسین اعلان به هم د جومات په لاډسپیکر کې کېږي او له دې لارې به خلکو ته د واکسین خبر ورکوي.
دغه کمپیان داسې مهال پیلېږي، چې د امریکا اين پي ار رسنۍ راپور ورکړی چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایرس د پراخوالي په حال کې دی.
په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
خو تېرکال بیا په افغانستان کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د روغتیا نړۍوال چارواکي اندېښنه لري، چې ښایي د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدو سره دغه شمېرې لا پسې زیاتې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سر مشر ټېډروس اډهانوم ویلي: «د امریکا د تمویل ناڅاپي کمښت د پولیو د له منځه وړلو هڅې هم اغېزمنوي.»