د خبریالانو ملاتړ سازمان: طالبان دې د راشد کاشفي وضعیت روښانه او هغه دې ژرتر ژره خوشې کړي

پرون

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې طالبان دې د راشد کاشفي وضعیت روښانه کړي او هغه دې ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم د ۱۴۰۰کال په لېندۍ میاشت کې ښاغلی کاشفي نیولی و او سخت یې ډبولی و.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د «رسا ټلوېزیون او ټایمز» خبريال راشد کاشفي د دویم ځل نيول‌کېدو او ناڅرګند ځاى ته د هغه د لېږدولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو دغه ډول کړنه د خبریالانو له حقونو او بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ده.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه ډول کړنې د افغان خبریالانو روان وضعیت په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت او خوندیتوب ورځ تر بلې لا ځپېږي.
دغه سازمان غوښتي، چې د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندي‌توب باید د ټولو اړخونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي او ورته درناوی وشي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا رنګه له نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ د خوندي‌توب لپاره پر طالبانو فشار راوړي او اجازه ورنه کړي، چې د خبریالانو خوندي‌توب او حقونه د دوی د ناوړه سیاستونو له امله قرباني شي.

نور خبرونه

رادیو