خالد ځدراڼ: په ارګون کې مې په یوه ډرېور ملي بېرغ وخوړ، هغه اوبه وغوښتې خو ور مې نه کړې

۳ ساعتونه مخکې

په یوه نادر اعتراف کې، د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل نوي کتاب «۱۵دقیقې» کې د خپل پخواني «جهادي» ژوند یادونه کړې او هغه سختدریځي چلندونه یې بیان کړي، چې طالبانو د جګړې پر مهال له ولسي وګړو سره کړي دي.

ځدراڼ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ یوه خاطره‌ کې وايي، چې دوی د یوه سراچه موټر تالاشي کوله او د پخواني جمهوري نظام تور، سور او زرغون ملي بیرغ یې پکې ولید. نوموړی لیکي: « هلته ما ته دا یوازې د دښمن بیرغ ښکارېده. د دې لپاره چې ځان تورزن ثابت کړم، تر ټولو ور وړاندې شوم او را پرې مې کړ، د موټر ډریور مې را کښته کړ او همدا د رخت له ټوټې جوړ بیرغ مې پرې وخوړ، موټروان د اوبو اجازه غوښته، خو ما د اوبو د څښلو اجازه نه ورکوله».

ځدراڼ زیاتوي، چې موټروان بیرغ په سختۍ تېر کړ او بیا یې د تګ امر ورته وکړ.

نوموړی د کیسې په دود وايي، چې وخت نا وخت به د سړک پر سر تالاشۍ ته هم درېدل او عام موټر به یې تالاشي کول.

هغه زیاته کړې: « نوی چې به چا ته ټوپک په لاس ورغلی و، په هغه کې به توندي او سخت‌دريځي زیاته وه، د مشرانو خبرې یې چندانې په نظامي ډګر کې غوږ ته نه لوېدې. ښايي علت یې دا و چې خپل زړورتوب ثابت کړي».

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو غړی د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال له خپلې سختدریځۍ پرده پورته کوي او په جګړه کې پر ملکي وګړو د شوې سختۍ کیسه کوي.

نوموړي په دغه کتاب کې په پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ، د یو کس د ترور کولو او دغه راز د امریکايي زنداني او نورو طالب قوماندانانو په اړه هم خپلې خاطرې لیکلې دي.

د خالد ځدراڼ یادې کیسې ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کاروونکو غبرګونونه ښودلي او دا چاره یې وحشیانه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو