په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ټولو حقونو محرومې دي، په پېښور کې د دغې ډلې قونسل حافظ محبالله شاکر وايي، چې په دې برخه کې ستونزه تر ډېرې کچې حل شوې ده.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته د قرآنکریم یوه ایت په ویلو سره زیاته کړې، چې اسلام او مسلمانان زدهکړو ته لومړيتوب ورکوي.
هغه همداراز په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان قونسولګرۍ کې ښځینهوو کارکوونکو ته په اشارې ویلي، چې په دغه قونسولګرۍ کې د نارینهوو ترڅنګ ښځینه هم کار کوي او په وینا یې، د ښځو لپاره خدمات وړاندې کوي.
په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سیاسي استازولۍ قونسل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښولې وه، چې په روان ښوونیز کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي.
د نوموړي بنسټ اجراییه مشرې کاټرین راسل اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ مېلیونو ته رسېدلی دی.