ایران له امریکا سره د اټومي خبرو اترو بل پړوا تایید کړ

۶ ورځې مخکې

ایران تایید کړه، چې د دې اوونۍ په پای کې به له امریکا سره د اټومي خبرو اترو بل پړاو د شنبې په ورځ په روم کې ترسره کړي.

تر دې مخې ټاکل شوې وه، چې د عمان پلازمېنه مسقط ښار د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د ایران او متحده‌ایالاتو ترمنځ د اټومي تاسیساتو پر سر د دویم پړاو مذاکراتو کوربه‌توب وکړي.

د ایران دولتي ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ دا خبر خپور کړی او ورسره یې هممهاله دا هم ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي ډول د خپل یوه مرستیال استعفا منظوره کړه، چا چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵کال اټومي تړون کې د تهران د مهم مذاکره کوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې مشر رافیل ګروسي هم د چهارشنبې په ورځ تهران ته د خبرو اترو لپاره ورسېد.

هغه غواړي، ایراني چارواکو سره په دې اړه وغږیږي چې د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) مفتشینو ته د کومې وړاندیز شوې معاملې له مخې څه ډول لاسرسی ورکولی شي.

د دغه ټلویزیون د راپور له مخې، عمان به یو ځل بیا د شنبې په ورځ په روم کې د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ د مسقط په مذاکراتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړي رول ادا کړی و.

ځینو چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې دا خبرې به په روم کې ترسره شي، خو ایران د سې شنبې په پیل کې ټینګار وکړ، چې د دوی ټیم به بېرته عمان ته ستنېږي.

تر دې دمه امریکایي چارواکو په رسمي توګه چې خبرې چېرته ترسره کېږي، څه نه دي ویلي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د ایران د اټومي پرمختګ په اړه ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي.

ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په «وضعیت خونه» کې د بندو دروازو شاته یوه پټه غونډه کړې او د خپل دولت له لوړپوړو چارواکو سره یې د ایران د اټومي تاسیساتو پر سر د مذاکراتو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې ځانګړې او لوړه کچه غونډه کې د سي‌ای‌اې ادارې مشر او دفاع وزیر په ګډون د ټرمپ د دولت ټولو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی او له ایران سره د راتلونکو مذاکراتو په تړاو یې بحث او خبرې‌اترې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې پرون وویل، د امریکا ولسمشر نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو مذاکراتو له پیلېدو مخکې خبرداری ورکړی، چې که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسیساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.

نور خبرونه

رادیو