سلمان خان یو وار بیا د مرګ ګواښ ترلاسه کړی

۳ ساعتونه مخکې

د بالیووډ نوموتي اداکار سلمان خان د مرګ یو بل ګواښ هم ترلاسه کړی.

خو پولیس وايي، تورن کس غوښتل له دې لارې په انسټاګرام کې خپل څاروونکي زیات کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې د هوسیو د ښکار له امله هم په مرګ ګواښل شوی و.

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، پولیسو د دوشنبې په ورځ د میانک پانډیا په نوم یو کس په دې تور نیولی دی.
د پوښتنو ګروېږنو پرمهال دغه کس په خپل ګواښ اعتراف وکړ او دا یې هم ومنله، چې هغه دا کار په خواله رسنیو کې د خپلو څاروونکو د زیاتولو لپاره کړی دی.
۲۵ کلن میانک پانډیا وایي: «ما غوښتل، چې پر انسټاګرام پاڼې مې څاروونکي زیات شي او له همدې امله مې پلان لاره، چې د لارنس بشنوی ډلې له‌خوا د مرګ ګواښونه تقلید کړم.»
خو له بل پلوه د پي ټي ای خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، پولیسو میانک پانډیا چې د ګجرات د ودودرا اوسېدونکی دی؛ د هغه د رواني روغتیا له امله خوشې کړی دی.
سلمان خان ته تر دې وړاندې هم د بشنوی ډلې له‌خوا ګواښونه شوي وو او تېر کال په بانډرا کې د هغه په کور ډزې هم شوې وې.
نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې د تورو هوسیو د ښکار په تور د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
د بشنویانو ټولنې له‌خوا هوسۍ له مذهبي اړخه سپېڅلې ګڼل کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې د ترلاسه شوي ګواښ له مخې، سلمان خان څخه غوښتل شوي و چې معبد «د هندوانو عبادت ځای» ته لاړ شي او له خلکو د هوسیو د ښکار له امله بښنه وغواړي او یا هم ۵۰ مېلیونه روپۍ تاوان ورکړي.
د تېرې اکټوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه هم سلمان خان ته د یو کس له‌خوا ګواښ وشو او په بدل کې یې ترې د ۲۰ مېلیونه هندي کلدارو غوښتنه کړې وه.
له دغو ګواښونو وروسته سلمان خان د وسلو لېږدولو او ساتلو جواز هم ترلاسه کړ.
د راپورونو له مخې، له وروستي ګواښ راهیسې د سلمان خان امنیتي تدابیر لا سخت شوي دي.
په دې وروستیو کې سلمان خان په ممبيي کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل:« زه به یوازې تر هغه وخته ژوندی پاتې شم، چې خدای غوښتي وي.»

نور خبرونه

رادیو