د سوریې موقت حکومت مشر احمد الشارع د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی

۷ ورځې مخکې

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د موقت حکومت مشر احمد الشارع د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه قطر ته تللی.

خبر زیاتوي، د دواړو هېوادونو مشرانو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا خبرې کړي.

د سوریې موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې هغه په دغه سفر کې له احمد الشارع سره یو ځای دی.

نوموړي زیاته کړې، چې قطر په سوریې کې د مخکېني حکومت د پرځېدو له لومړیو ورځو د دغه هېواد له خلکو سره درېدلی او هېڅکله یې یوازې نه دي پرېيښي.

قطر ته د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد الشارع سفر دوه ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې هغه متحده عربي اماراتو ته تللی و او د خپل سفر په ترڅ کې یې له شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وکتل.

ال ‌ثاني لومړنی عربي مشر و چې د بشارالاسد حکومت له پرځېدو وروسته سوریې ته تللی و.

د یادولو وړ ده، چې د قطر هېواد د سوریې د نوي حکومت یو له قوي ملاتړ کونکو څخه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو