جاپان له واشنګټن نه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لګول شویو اضافي تعرفو د بشپړ لرې کولو غوښتنه کوي.
د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوه جګپوړي مرکچي واشنګټن ته له سفر وړاندې وویل، چې دوی به دا غوښتنه له امریکايي لوري سره شریکه کړي.
امریکا د جاپان پر صادراتو، چې د متحده ایالاتو یو اوږدمهاله متحد دی، ۲۴سلنه تعرفې لګولې دي، خو ټرمپ دا تعرفې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې دي.
له دې سره سره، ۱۰ سلنه عمومي تعرفه او پر موټرو ۲۵ سلنه تعرفه پرځای پاتې ده.
متحده ایالات د جاپان ترټولو لوی صادراتي بازار دی او موټر تقریباً ۲۸ سلنه د جاپان ټول صادرات تشکیلوي.
اکازاوا وویل، « هغه تعرفې چې اوس په ځای دي، د جاپاني شرکتونو ګټې ورځ تر بلې زیانمنوي. دا به اسانه نه وي، خو حکومت به د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره یوځای کار وکړي څو ژر تر ژره حل شي».
هغه وویل، « زموږ هدف د متحده ایالاتو د اضافي تعرفو بشپړ لرې کول دي».
اکازاوا، چې د جاپان د اقتصاد وزیر دی، وویل چې هغه به له چهارشنبې څخه تر جمعې پورې د امریکا د خزانې له وزیر سکات بیسنټ او امریکايي سوداګریز استازي جامیسن ګریر سره خبرې وکړي.
جاپان هیله لري چې متحده ایالات قانع کړي چې دواړه هیوادونه کولی شي له تعرفو پرته د «ګټې-ګټې» وضعیت ترلاسه کړي.
په دې خبرو اترو کې تمه کیږي د تعرفو، غیر تعرفي خنډونو او د تبادلې نرخونو پیچلې موضوعات تر بحث لاندې راشي.
ډیر اقتصاد پوهان تمه لري چې د ټرمپ تعرفې به د جاپان اقتصادي وده صفر اعشاریه شپږ سلنه ټیټه کړي.