د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې د امیر یا مشر اهانت او ترې بغاوت «حرام» دی؛ خو احترام یې لازم دی.
د هغه په وینا، د امیر احترام د «پیغمبر» احترام دی؛ ځکه چې امیر د هغه نایب دی.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت کارکوونکو ته د ناسمو دودونو په اړه د مخنیوي فرمان د تشریح په یوه ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي: «د اسلامي احکامو نافذول، د حدودو جاري کول، د سرحداتو ساتل، په جمع لمونځ ادا کول، د مسلمانونو څخه د صدقو اخیستل، مظلوم له ظالمه خلاصول، د دین خپرول او د عدالت ټینګول هغه امور دي چې مسلمانان یې باید ترسره کړي؛ خو مسلمانان دغه امور هغه مهال واجبولای شي، چې امیر ولري؛ نو ځکه د امیر ټاکنه په مسلمانونو واجب ده.»
هغه زیاتوي، مسلمانونو ته یو ساعت هم اجازه نه شته چې له امیر پرته ژوند وکړي.
هغه د «امیر» د حقونو په اړه وایي: «د مسلمانونو د امیر لومړی حق د هغه اطاعت کول دي. د لمونځ او زکات د اوامر په څېر د امیر اطاعت کول په قران کې راغلي دي.»
که څه هم نوموړي په دې اړه د کوم چا نوم نه دی اخیستی؛ خود طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه کسان دي، چې د ملاهبت الله له تګلارو سره یې مخالفت ښودلی دی.
د طالبانو مشر خپله هم تر دې وړاندې د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپلې اختریزې وینا پر مهال ویلي و، چې خلک دې د نوموړي اطاعت وکړي او د هغه ټول حکمونه دې ومني.
نوموړي ویلي و، نړۍوال خلک هڅوي چې د هغه اطاعت ونه کړي؛ خو که اطاعت یې ونه شي، «خلک به په جنګ اخته شي.»