ملګرو ملتونو ویلی، چې له تېر کال راهيسې د شوي اوربند وروسته د اسرایيلي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۷۱ ملکي وګړي په لبنان کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند ثمین الخيطان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۱۴ مېرمنې او ۹ ماشومان هم شامل دي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې «د هر هغه پوځي اقدام پلټنه باید وشي چې په کې ملکي وګړي وژل شوي.»
یاد دفتر اندېښنه څرګنده کړې، چې د اسراییل ورستیو عملیاتو ملکي زېربناوي هدف ګرځېدي لکه، د اپرېل په ۳مه سوېلي ښار نقوره کې د اسلامي روغتیايي ټولنې له خوا نوی جوړ شوی طبي مرکز ویجار شوی دی.
دغه دفتر زیاته کړې چې د اسرایيلي پوځ د معلوماتو له مخې، له لبنان څخه لږ تر لږه پنځه توغندي، دوه هاوانونه او یو بېپیلوټه الوتکه شمالي اسرایيل ته توغول شوي او لا هم لسګونه زره اسرایيليان له شماله څخه بې ځایه شوي دي.
الخيطان وويل: "اوربند بايد وساتل شي، ځکه د هر ډول جګړې زیاتوالی د لبنان، اسرایيل او ټولې سيمې ثبات له خطر سره مخ کوي."
یاده دې وي، اسراییل له اوربند وروسته هم پر لبنان خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، چې په دې کې پر پلازمېنې بېروت هم بریدونه شامل دي.
دا اوربند د نومبر په ۲۷ د اسرایيل او وسلهوالې ډلې حزبالله ترمنځ تر يو کلنۍ سختو جګړو وروسته رامنځته شوی و.