د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن په قطر کې د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار کنفرانس کې ګډون وکړ.
عبدالولي حقاني وايي چې روغتیايي خدمتونه دې با کیفیته شي او هغه سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه د وري ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا کړې.
حقاني په خپله وینا کې وویل:«روغتیايي خدمتونه دې با کیفیته شي او هغو سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود».
حقاني پر همغږي کار ټینګار کړی، چې په یوه سیمه کې د ورته خدمتونو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي او منابع په موثره توګه مصرف شي.
هغه ویلي، چې طالبان له نړیوالو، داخلي او بهرنیو موسساتو سره پوره همکار دي چې په ګډه وکولای شي له افغانستان څخه د پولیو ناروغي محوه کړي او افغانستان له پولیو پاک شي.
د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال ټینکار کړی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د واکیسن پوښښ پراخ شي.
د طالبانو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال همداراز،له ګډونوالو وغوښتل،چې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان هم باید له پامه ونه غورځول شي او دې برخې ته هم لازمه پاملرنه وشي.
په دغه کنفرانس کې په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین، د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن، د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.