خامنه يي وايي د ایران راتلونکې باید له امریکا سره په خبرو اترو پورې غوټه نه شي

۳ ورځې مخکې

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ یي د سې شنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو اترو په هکله «نه ډېر خوشبینه دی او نه هم نهیلی»، په داسې حال کې چې د تهران له لوري هڅه روانه ده څو د یوې احتمالي هوکړې په اړه د ولسي تمو کچه راټیټه کړي.

د خامنه‌ يي څرګندونې په داسې حال کې دي چې تیره اونۍ د عمان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې «مثبتې» بلل شوې او تمه ده چې د اپرېل پر ۱۹مه نېټه به دواړې خواوې بېرته خبرو ته کښېني.

د دې خبرو اترو له امله د ایران د اسعارو ارزښت لوړ شوی او ولسي تمې زیاتې شوې چې ښايي یوه هوکړه وشي چې د تهران اقتصادي انزوا پای ته ورسوي.

د رپوټونو له مخې، ایراني ریال په تېرو ورځو کې شاوخوا ۲۰ سلنه د ډالر پر وړاندې ارزښت موندلی.

خامنه‌ يي ددغه هېواد له درېګونو قواوو سره په خبرو کې د دې خبرو اترو په اړه له «زیاتې خوشبینۍ او افراطي بدبینۍ» څخه د ډډې کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل: «د هېواد پرېکړه چې د خبرو اترو لور ته ولاړه، په لومړیو ګامونو کې ښه عملي شوې ده. له دې وروسته هم باید خبرې په دقت سره پر مخ لاړې شي، په داسې حال کې چې سرې کرښې زموږ لپاره او د مقابل لوري لپاره هم باید بشپړې واضحې وي».

خامنه یي زیاته کړه: «دا ممکنه ده چې خبرې نتیجه ورکړي یا ورنه کړي. موږ هم نه ډېر خوشبین یو او نه ډېر بدبین، البته پر مقابل لوري ډېر بدبین یو، خو پر خپلو وړتیاوو پوره باور لرو».

هغه خبرداری ورکړ چې د هېواد راتلونکی باید له دې خبرو اترو سره ونه تړل شي.

ایران د خبرو اترو په اړه محتاط چلند غوره کړی، ځکه پخوانیو تجربوپه ځانګړې توګه د ۲۰۱۵کال هوکړې لغوه کولو د واشنګټن پر نیت شک زیات کړی دی. ټرمپ ویلي چې که ایران له هوکړې انکار وکړي، نو د بمبار ګواښ هم شونی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، خامنه‌ یي له دې سره سره، د خبرو اترو ملاتړ کړی، ځکه لوړې بې‌روزګارۍ او د پانګونې نشتوالی له خلکو څخه د حکومت ملاتړ کم کړی. د سختو بندیزونو له امله اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

امریکا، اسراییل او د لویدیزو هېوادونو ډېری چارواکي تور لګوي چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو تهران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.

نور خبرونه

رادیو