د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر اوکراین له روسیې سره د جګړې د پیلېدو له امله نیوکه کړې ده.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) د السلوادور له ولسمشر سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې زېلېنسکي باید «له ځانه ۲۰ ځله لوی هېواد» سره نه وای ښکېل شوی.
په دغه کنفرانس کې ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په هکله غږېدلی او پر بایډن یې له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د باعزته وتلو د اسانتیا د نهبرابرېدو له امله سخته نیوکه کړې ده.
هغه وايي، که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسېساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل: «ایران باید د اټومي وسلو له خوبونو لاس واخلي. هغوی حق نهلري چې اټومي وسله ولري.»
ټرمپ وايي، چې اوکراین له امریکا څخه د راکټونو د پېرلو غوښتنه کړې، خو دغه هېواد باید له خپل ځانه یوه لوی هېواد سره جګړه نه وای پیل کړې.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې پر کریمیا او بیا په ۲۰۲۲ کال کې پر ټول اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو څه نه دي ویلي.
ټرمپ د اوکراین لهخوا د وسلو د پېر په تړاو وویل: «هغه تل د توغندیو په لټه دی. ګوره، کله چې ته جګړه پیلوې، باید پوه شې چې ګټلای یې شې. ته باید له هغه چا سره چې تر تا ۲۰ځله قوي وي، باید جګړه پیل نه کړې او بیا هیله ولرې چې نور به درته راکټونه درکړي.»
هغه دا تور رد کړ، چې ګواکې د روسیې پلوی دی او زیاتوي چې ولادیمیر پوتین د روسیې او اوکراین په جګړه کې د خپل رول له امله «پرېښتې ته ورته نه دی».
هغه ټینګار وکړ، چې دا جګړه باید پای ته ورسېږي ځکه چې «د درېیو کسانو له امله په مېلیونونو خلک وژل شوي دي.
هغه بایډن، پوتین او زېلېنسکي ته اشاره کړې او په وینا یې، د دغې جګړې د پیل په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
ټرمپ زیاته کړه: «دا یوه داسې جګړه ده چې باید هېڅکله نه وای پیل شوې. بایډن کولای شول چې مخه یې ونیسي، زېلېنسکي کولای شول چې مخه یې ونیسي او پوتین باید هېڅکله نه وای پیل کړې. هرڅوک ملامت دي.»
که څه هم ټرمپ ژمنه کړې وه، چې پر ښکېلو خواوو د فشار له لارې به د اوکراین جګړه ژر پای ته ورسوي، خو د هغه د حکومت د تېرو څو اوونیو ډیپلوماتیکې هڅې ناکامې شوې دي.
روسیې سره له دې چې د جګړې د پای ته رسولو له نظریې ملاتړ کړی، خو د امریکا د ولسمشر د اوربند طرحه یې رد کړې ده.
د یادونې ده، چې نن د اوکراین پر سومي ښار د روسیې د راکټي بریدونو په ترڅ کې ۳۴ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
په همدې حال کې ټرمپ د جګړې د دوام لپاره پر روسیې نیوکه کول رد کړي، خو د دوشنبې برید یې یوه تېروتنه بللې ده.