د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وایي، چې لوېدیځ هېوادونه او ملګري ملتونه طالبانو ته مالي سرچینې برابروي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو په وړاندې بیا د سیمې د یو شمېر هېوادونو دریځ بدل شوي او د ځینو نورو هېوادونو د بدلون په حال کې دی.
محمد محقق په دغه غونډه کې د طالبان مخالفو جبهو خوځښتونو ته په اشارې ویلي: «موږ بېرته افغانستان راګرځېدونکي یو او دا بېرته راستنېدل به ځورونکی، قوي او پیاوړي وي.»
نوموړي د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه، چې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی، خو تر اوسه یې د فعالیت راپور نه دی خپور شوی.
محقق له طالبانو سره د سیمې د ځینو هېوادونو او امریکا په اړیکو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «د سیمې هېوادونه طالبانو ته له وېرې امنیت ورکوي او لوېدیځ هېوادونه او ملګري ملتونه دغې ډلې ته مالي سرچینې برابروي.»
محقق په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړه، چې د طالبانو په وړاندې د سیمې د ځینو هېوادونو په دریځ کې بدلون د طالبانو د سقوط لامل کېدای شي.
هغه د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته اشاره وکړه، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اورپکو ته د پناه ورکولو له امله رامنځته شوي.
پاکستان ادعا کوي، چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان غړو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي او له دغه هېواده په پاکستان کې برېدونه پلان کوي.
طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.