د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزۍ په مشرۍ د دې ډلې یو ۱۶ کسیز پلاوی نن د دغه هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د دغه درې ورځیني سفر موخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته خنډونو لرې کول، د ټرانزیټي لارو اسانتیا او همداراز په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو لپاره د عملي حل لارو موندل دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي نهه غړي د تورخم له لارې پاکستان ته ننوتلي او د دغه پلاوي اووه نور غړي له کابله په مستقیمه الوتنه کې اسلاماباد ته رسېدلي دي.
د دغه سفر یوه بله مهمه برخه د پاکستان د سوداګرۍ فدرالي وزیر، یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او همداراز د دغه هېواد د مهمو سوداګریزو فدراسیونونو له مشرانو او استازو سره لیدنه بلل شوې او ویل کېږي، چې په دې لیدنه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ تړون د غځېدو په اړه هم خبرې وشي.
ورته مهال، د خېبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر محمد یوسف افریدي له رسنیو سره په یوه مرکه کې منلې، چې دوی به د افغان پلاوي سره لیدنې ولري او په وینا یې، د سرحدي موضوع په ځانګړې توګه د تورخم دروازې او نورو سوداګریزو لارو پر مخ د شته خنډونو په تړاو به وغږېږي.
د پاکستان د سوداګرو د فدراسیون سلاکار سېدجواد حسین کاظمي هم رسنیو ته ویلي، چې دا سفر د افغان لوري یو بېساری اقدام دی او ټینګار یې کړی، چې دوهاړخیزې خبرېاترې کولای شي د سیمهییزې سوداګرۍ ودې ته لار هواره کړي او د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د دوستانه فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د همغږۍ ګډې کمیټې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې اوومه غونډه نن په کابل کې ترسره شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو له لارې د باور په فضا کې د خپلو مسایلو حل او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه په ډډه کولو ټینګار کړی، چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.
متقي په دې ناسته کې د پاکستان له خوا په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې مخکې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره پر سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو تر څنګ د ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړې وې.
طالبان وروسته تر هغې یو ځل بیا د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرو ته کېني، چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ناسمو سیاستونو له کبله د تېرو کلونو په پرتله خورا کمه شوې او سوداګرو د پاکستان پر ځای د خپلو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره نورې بدیلې لارې موندلې دي.