ایټالیا د عمان په سفارت کې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د تهران غوښتنه نه‌ده منلې

۳ ورځې مخکې

راپورونه وايي، د عمان پلازمېنه مسقط ښار د ایران او متحده‌ایالاتو ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو لپاره د ځای په توګه وروسته تر هغې اعلان شوی، چې ایټالیا په روم ښار کې د عمان په سفارت کې د تهران د مذاکراتو غوښتنه نه‌ده منلې.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، ایټالیا غوښتل چې دغه مذاکرات د روم په ښار کې د ایټالیا د حکومت تر څار لاندې په یوه ځای کې ترسره شي.

د سرچینو په وینا، د دې موضوع په تړاو د څلورو خواوو ترمنځ سلا مشورې لاهم روانې دي.

له دې مخکې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر منلې وه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په روم کې ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي هم د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې وویل: «د مذاکراتو راتلونکی پړاو د لومړي پړاو په څېر به په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي او کوربه‌توب به یې د عمان د بهرنیو چارو وزیر کوي.»

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې ماښام له اېرنا خبري اژانس سره په یوې مرکه کې زیاته کړه: «له مشورو وروسته پرېکړه شوې چې مسقط به د شنبې ورځ د مذاکراتو د دویم پړاو کوربه‌توب کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو دویم پړاو به د شنبې ورځ (د وري ۳۰مه) په روم ښار کې ترسره شي.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د السلوادور له ولسمشر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی، چې که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسېساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګنده کړې: «ایران باید د اټومي وسلو له خوبونو لاس واخلي. هغوی حق نه‌لري چې اټومي وسله ولري.»

نور خبرونه

رادیو