پر اوکراین د روسیې د بالېستیک توغندیو برید ۳۲ تنه ووژل

۱ ساعت مخکې

د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په سهار دوو روسي بالیستیکي توغندیو د شمالي ښار سومي زړه په نښه کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات نور ټپیان دي. دا برید د روان کال په خونړیو بریدونو کې شمېرل کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دا برید وغنده او ویې ویل، دا د عادي خلکو قصدي وژنه ده.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «یوازې کمزوري او بې رحمه خلک کولی شي داسې وکړي. د عادي خلکو ژوند اخیستل ».

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر کلیمنکو وویل، قربانیان په سړک، موټرو، عامه ترانسپورت او ودانیو کې وو. هغه زیاته کړه، دا برید پر ملکیانو قصدي و، او په یوه مذهبي ورځ ترسره شو.

د اوکراین د ولسمشر دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د روسیې له لوري کارول شويو توغنديو کلسټر بمونه درلودل. هغه زیاتوي، « روسیه دا کار د دې لپاره کوي چې ډېر ملکیان ووژني».

د اوکراین د معلوماتو ضد مرکز مشر اندري کووالینکو ویلي، چې دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف له روسي ولسمشر پوتین سره د سولې خبرو لپاره په مسکو کې ولیدل.

کووالینکو وویل، « روسیه د دې خبرې ادعا کوي چې ګواکي ډیپلوماسي کوي، خو بل لور ته پر ملکیانو بریدونه کوي».

زیلېنسکي یو ځل بیا له امریکا او اروپا وغوښتل چې پر روسیه فشار زیات کړي.

هغه وویل: « روسیه داسې ترهګري غواړي او دا جګړه اوږدوي. پرته له فشاره سوله ناشونې ده. خبرو اترو هېڅکله توغندي او بمونه نه دي درولي».

روسیې لا تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، روسیې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې پر اوکراین پراخ برید پیل کړی او دا مهال یې د یاد هېواد ۲۰ سلنه خاوره لاندې کړې ده. که څه هم جګړه د ختیز په جبهه کې روانه ده، خو توغندي او ډرون بریدونه اوس د جګړې اصلي بڼه غوره کړې ده.

دا برید همداراز په داسې وخت کې شوی چې دواړو خواوو د امریکايي منځګړیتوب له مخې د یوه او بل د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو بندولو ژمنه کړې، خو دواړه یو بل پر سرغړونو تورنوي.

په سومي ښار کې د دغه برید انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې سوځېدلي موټرونه، ویجاړ شوی بس او د ښار پر سړکونو پراته مړي پکې ښکاري.

نور خبرونه

رادیو