د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، نن شنبه د لویدیځ بنګال په مرشد اباد ولسوالۍ کې د مسلمانانو د اوقافو د ملکیت په قانون کې د تعدیل پر ضد لاریونونو کې د هندي پولیسو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.
هندي چارواکو منلې، د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وروسته له هغه وژل شوي چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
همدا راز چارواکو زیاته کړې، چې د دغه تاوتریخوالي په پایله کې د دوی د پولیسو ۱۵سرتېري هم ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، چې د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي له امله یې تر ۱۵۰ډېر کسان نیولي هم دي.
د لوېدیځ بنګال د پولیسو مشر راجیف کومار لاریونوال د عامه ملکیتونو او مساپر وړونکو بسونو په ویجاړولو او سوځولو تورن کړي دي.
هغه دا هم ويلي، چې پوليس ډزو کولو ته اړ شوي وو، چې له امله يې دوه تنه نور ټپيان شوي.
ویل کېږي، چې پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.
د ټایمز اف انډیا په وینا، د مرشد اباد په ځینو برخو کې لاهم ترافیک منع شوي او انټرنېټي خدمات بند دي.
په لویدیځ بنګال کې لاریونونه د روانې میاشتې په پیل کې هغه مهال پیل شول، کله چې د هند پارلمان له تودو بحثونو وروسته د مسلم وقف ملکیتونو په قانون کې جنجالي تعدیل تصویب کړ.
په هند کې "وقف" د مسلمانو ټولنو ملکیتونو او شتمنیو ته اشاره کوي، چې د هیڅ فرد ملکیت نه وي او د "وقف قانون" له مخې د مسلمانانو لهخوا اداره کېږي.
دغه ملکیتونه او شتمنۍ د دوی د څښتنانو لهخوا په خیریه او عامه چارو کې د دایمي کارونې لپاره ورکړل شوي دي.