د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د هوايي ځواکونو په ځانګړې الوتکه (اېرفورس ون) کې له خبریالانو سره کړې دي.
ټرمپ زیاته کړه:« تر څو چې پایلې نه وي ترلاسه شوې، هیڅ شی مهم نه دی. نو ځکه نه غواړم ډېر څه ووایم؛ خو وضعیت بد نه دی، زما په اند د ایران حالت هم یو څه ښه روان دی».
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ نېغ په نېغه اړیکې د « دواړو هېوادونو لپاره د ګټور تړون پر لور یو مهم ګام بلل شوی دی».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چی دغه خبرې په «مثبت او د متقابل درناوي په فضا» کې ترسره شوې دي؛ خو دا یې هم زیاته کړې چی دا خبرې «غیرمستقیمې» وې.
له خبرو وروسته عباس عراقچي چې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوي، وویل چې د مذاکراتو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.
وېتکاف هم دا ومنله او ویې ویل، چې دویم پړاو به (د وري میاشتې پر ۳۰مه نېټه) ترسره شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د عمان هېواد په منځګړیتوب په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي دغه خبرې «دوستانه او رغوونکې» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه خبرې د دواړو خواوو د نظرونو د نږدې کولو لپاره ترسره شوې دي.
د نوموړې په خبره، عمان دغه منځګړیتوب د دې لپاره کړی چی دواړه لوري یو «عادلانه او پابند تړون» ته سره ورسي.
البوسعیدي دا هم لیکلي، چې «موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو؛ تر څو سولې او ټیکاو ته لاره هواره کړو.»