چین له هغه وروسته له امریکا څخه د تعرفو د بشپړ لغو کولو غوښتنه کړې، چې واشنګټن د چین پر الکترونیکي توکو معافیت اعلان کړ. د چین د سوداګرۍ وزارت له واشنګټن څخه غوښتې چې خپلې تېروتنې اصلاح کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ له امریکا څخه وغوښتل، چې د ټرمپ د ادارې لهخوا وضع شوې متقابلي تعرفې په بشپړه توګه لرې کړي.
د چین دا غوښتنه داسې مهال ده، چې د امریکا د ګمرکاتو ادارې شل ډوله توکي چې لېپټاپ کمپیوټرونه، د معلوماتو ذخیره کولو او د معلوماتو د پروسس وسایل پکې شامل دي، د معافیت وړ اعلان کړل.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د یک شنبې په ورځ وویل:«موږ له امریکا غواړو چې خپلې تېروتنې اصلاح کړي، د «متقابلو تعرفو ناسم عمل په بشپړه توګه لغو کړي او د متقابل درناوي پر سمه لاره راستانه شي.»
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې پر چینایي وارداتو تعرفې تر ۱۴۵٪ پورې لوړې کړي، چې د چین لهخوا یې د ۱۲۵٪ متقابلو تعرفو سره غبرګون وښودل شو.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د امریکا لهخوا ورکړل شوي معافیتونه "یو کوچنی ګام" دی او چین د دغې پرېکړې اغېز ارزوي.
چین د امریکا له خوا د تعرفو لوړولو اقدامات د یو اړخیزو فشارونو په توګه ګڼي او ټینګار کوي چې د سوداګرۍ اړیکې باید د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ ولاړې وي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تعرفوي شخړه د نړیوالو بازارونو لپاره د اندېښنې وړ ده، ځکه دا کولی شي د نړیوالې سوداګرۍ پر بهیر او اقتصادي ودې منفي اغېز وکړي.